د ایران او د طالبانو د جنګ په هکله جزیات خپاره شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133508-د_ایران_او_د_طالبانو_د_جنګ_په_هکله_جزیات_خپاره_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان له طالبانو ځواکونو سره د ایران د سرحدي ځواکونو د جګړو د جزیاتو په هکله راپورونه خپاره شول.
(last modified 2023-05-27T07:03:22+00:00 )
May 27, 2023 11:25 Asia/Kabul
  • د ایران او د طالبانو د جنګ په هکله جزیات خپاره شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان له طالبانو ځواکونو سره د ایران د سرحدي ځواکونو د جګړو د جزیاتو په هکله راپورونه خپاره شول.

نن د ایران په سیستان و بلوچستان او د افغانستان په نیمروز ولایت کښې په سرحدي سیمو او دغه راز د ساسولي ، حاتم او ماککي کلیو په خوا کښې په یوشمیر سیمو کښې د طالبانو د ځواکونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو ترمینځ یوشمیر نښتې رامینځته شوي دي.

په دغو نښتو کښې له سپکو او درنو وسلو او دغه راز له توپونو استفاده شوي ده خو سره له دې له توغندیو څخه د ایران د ځواکونو د استفادې په هکله خپاره شوي خبرونه کاملا دروغ دي.

دغه راپور وايي چې د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د افغانستان د زرنج په هوايي ډګر باندې د حملې په هکله خبرونه غیر واقعي او دروغ دي خو د ساسولي ، حاتم او ماککي کلیو په ګیرچاپیر سیمو کښې جنګونه شوي دي چې اوس پاې ته رسیدلي دي.

د نښتو له پیلیدا وروسته په افغانستان کښې د ایران د سفارت او د طالبانو د دفاع وزارت ترمینځ تماسونه ټینګ شوي.

په همدې اساس څو ساعته مخکې دغه جنګونه پاې ته رسیدلي او ایران او طالبان د دغه تاوتریخوالي د څرنګوالي په معلومولو بوخت دي.