د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه:-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
قدرمنو لوستونکو نن به لومړۍ د تهران چاپ «کیهان» ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په تهران کښې د عمان له باچا «هیثم بن طارق ال سعید» او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې وویل له مصر سره د اړیکو د له سره پیلولو لپاره هیڅ مشکل نلرو.
د لبنان « الاخبار» ورځپاڼې ایشوا کړه د تحریرالشام ترهګرې ډلې مشر په لویدیځو هیوادونو کښې د منلو وړ او د نوي څیرې د رامینځته کولو لپاره د دغه ترهګرې ډلې د بهرنیو اړیکو د اداره کولو د کمپاین په لړ کښې د لویدیځو هیوادونو د امریکا او د فرانسې د جاسوسۍ ادارو له چارواکو سره یوشمیر کتنې او غونډې ترسره کړي دي.
د ترکیې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان په تیرې یکشنبې ورځ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې خپل سیال «کمال قلیچدار اوغلو» ته ماتي ورکړه او تر نورو پینځو کلونو پورې ولسمشر شو.
د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ رانیولي د افغانستان تر طالبانو او متحده عربي اماراتو پورې هیوادونو هغه ته مبارکي ورکړه.
د پاکستان حکومت چې پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف مشر عمران خان یې د بلواو په پیلولو او د هیواد د قوانینو په ښکاره خلاف ورزیو تورن کړی دی په یوه نوي اقدام کښې چې د سیاسي شخړې د دوام بیانونکی دی د خبرو اترو لپاره د عمران خان غوښتنه رد کړه.
د یمن د لوړې سیاسي شورا لومړي سیکرټر «یاسر الحوري» وویل سعودي عربستان په انساني دوسیې کښې چې له ټولو اړخونو په یمن باندې د تیریو په اثارو او اغیزونو باندې د غور کولو لپاره ضروري ژمنې پکښې شاملې دي د خپلو وعدو په اجرا کولو کښې ځنډ کوي او هڅه کوي وخت ضایع کړي.
صهیونیسټ رژیم د یهودي او غیر یهودي ټولنې ، د سیکولر او د مذهبي صهیونیسټانو ترمینځ په دریو سترو اختلافاتو او د غیر اروپايي صهیونیسټانو په وړاندې د اروپايي صهیونیسټانو له ستر اختلاف سره مخامخ دی.
دغه اختلافات په ځینو موردونو کښې د صهیونیسټ رژیم په سیاستوالانو کښې هم خپل ځان ښيي تر دې چې د کورني امنیت وزیر د جنګ د وزیر پرضد شکایت کړی دی.
د کریملین ماڼۍ ویاند «دیمیتري پسکوف» د روسیې له حکومتي ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل چې هیواد یې په ټولو جبهو کښې د لویدیځو هیوادونو لخوا له جنګ سره مخامخ شوی دی.
فرانسي خبري اژانس په یوه راپور کښې ویلي دي امریکا د لبنان په پلازمینې بیروت کښې د خپل سفارت دننه د یوه نوي جاسوسۍ مرکز د چمتو کولو په حال کښې ده چې واشنګټن ته اجازه ورکوي له نږدې څخه په ټولې سیمې باندې څارنه ولري.
د امریکا د ایم ایس این بي سي (MSNBC) ټیلي ويژن چینل مشهور مجري «مهدي حسن» د پخواني خارجه وزیر هینري کسینجر د سل کلن کیدا په مناسبت په یوه ټیلي ويژني پروګرام کښې وویل د کسینجر لاسونه په نړۍ کښې د دریو میلیونو خلکو په وینو ککړ دي او هغه د خپلې زیږیدا د جشن د ترسره کولو پرځاې باید محاکمه کیدلای.
()
ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ د « اطلاعات» ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په تهران کښې د عمان له باچا هیثم بن طارق ال سعید او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د شتون د خطر موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل د صهیونیسټ رژیم او د هغه د ملاتړو هیوادونو سیاست په سیمه کښې د اختلاف رامینځته کول او د ارامښت نه شتون دی.
د مشرتابه ستر مقام له ایران سره د اړیکو د بیا ټینګولو لپاره د مصر د ګروهنې په هکله د عمان د باچا څرګندونو ته په اشارې سره وویل مونږ د دغه خبرې هرکلی کوو او په دې زمینه کښې هیڅ مشکل هم نلرو.
د صهیونیسټ رژیم پوځ د سوریې په پلازمینې دمشق او شاو خوا سیمو باندې پراخې هوايي حملې وکړې او یو توغندی د «دمشق» نړیوالې هوايي ډګر ته نږدې ولګید.
د عراق د ملي حکومت ډلې مشر سید عمار حکیم او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په قاهرې کښې په کتنه کښې د سیمې د هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو د حل کولو پرضرورت ټینګار وکړ.
خبري سرچینو د سوډان د کورني جنګ د لورو ترمینځ په پلازمینې خرطوم کښې د درنو وسلو د ډزو او د بم د چاودنو د غږونو د اوریدو خبر ورکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د نړۍ د هیوادونو مشرانو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په انتخاباتو کښې د بریالیتوب مبارکي ورکړه او داپه داسې حال کښې دي چې په انتخاباتو کښې ماتي خوړلي سیال کاندید «کمال قلیچدار اوغلو »دغه انتخابات ناعادلانه وبلل.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اروپا کښې د د دودو(متعارف) وسله والو ځواکونو له تړون څخه د خپل هیواد د وتلو قانون لاسلیک کړ.
روسیې په نولس سوه نویم میلادي کال کښې په اروپا کښې د دودو وسله والو ځواکونو تړون لاسلیک کړی و کوم چې د ختیځې اروپا (د وارسا د تړون)د هیوادونو او د ناټو د غړیو هیوادونو ترمینځ یو تړون و.
د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف په یوې مرکې کښې په نږدې راتلونکي کښې له ارمنستان سره د خپل هیواد د سولې د تړون د لاسلیک کیدا د احتمال خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژیم «یدیوت اهارانوت» ورځپاڼې ادعا وکړه د صهیونیسټ رژیم پوځ د نړۍ له ترټولو ستر پرمختللي بالون څخه په استفادې سره د ایران په شمول د پینځو هیوادونو یعني د اردن د سوریې د لبنان د ایران او د عراق جاسوسۍ کوي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وویل د سوډان د کړکیچ پایلې به د دغه هیواد له سرحدونو ورهاخوا وغځیږي او ګاونډیو هیوادونو ته به خپرې شي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د کابل چاپ د «هشت صبح »ورځپاڼې ځينې مهم سرټکي ولولو چې اینټرنیټ څخه مو راخیستي دي.
()
له عصري زده کړو سره د طالبانو له ورځ تربلې حساسیت څخه د خلکو له شکایتونو سره هم مهاله، د نورستان اوسیدونکي وایي چې طالب چارواکي د ښوونځيو لپاره کیدونکې نړیوالې مرستې هلته پر خپلو مدرسو وېشي.
هشت صبح ورځپاڼې ته د باوري سرچینو له لوري په رسیدلو معلوماتو کې راغلي، چې طالبانو د نورستان ولایت په مرکز پارون او ولسوالیو کې د ښوونځیو په نوم راغلې مرستې د یادې ډلې له ملاتړه برخمنو مدرسو ته ځانګړې کړي دي.
طالبانو پر واک له منګولو خښولو سره د اساسي قانون په شمول د تېر جمهوري نظام ټول قوانین لغو اعلان کړل.
د هغه وخت ځينې وزارتونه؛ لکه د ښځو چارو وزارت يې د امربالمعروف په وزارت بدل کړ، څارنوالۍ يې ختمه کړه، ځينې ریاستونه او کمیسیونونه يې هم ختم کړل، د دې ټولو اقداماتو لپاره هغوی دا پلمه کوله چې موږ اسلامي نظام جوړوو او اسلامي قانون پلی کوو، نو دغه قوانین غیراسلامي دي او دغه ادارې هم د اسلامي نظام په چوکاټ کې ځای نه لري، له دې امله باید ختمې شي.
په غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د نجونو د تعلیمي مرکزونو دروازې تړلې دي.
له جاغوري څخه باوري سرچینو هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو پرون دوشنبه د دې ولسوالۍ د تعلیمي مرکزونو خاوندانو ته خبرداری ورکړی، چې تر راتلونکي خبرتیا پورې تعلیمي مرکزونو ته د نجونو د داخلېدو حق نه لري.
په بندو شوو مرکزونو کې د انګليسي ژبې، کمپيوټر او د ښوونځي د مضمونونو د تدریس مرکزونه شامل وو.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي ، چې د طالبانو لخوا پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه، د بشریت پرضد جنایتونو په توګه وڅېړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) پرون دوشنبه د دغه سازمان د کارپوهانو په حواله، ددې موضوع راپور ورکړی.
په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ زېږدیزکال د اګست له ۱۵مې را وروسته، د طالبانو لخوا په افغانستان کې وضع شوي محدودیتونو او قوانینو، د ښځو ژوند په نښه کړی او نارینه له دې بندیزونو مستثنی وو.
د بشری حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مشره (هدر بار) وايي، د ښځو پر کار د بندیز د لیرې کولو په اړه، د طالبانو ژمنې نیمګړې او بېګټې دي.
بار، دغه څرګندونې پرون دوشنبه پخپله ټویټرپاڼه کې د طالبانو د هغې ژمنې په اړه چې د ناروې د کډوالو شورا مشر (جان اګلند) سره یي کړي، په غبرګون کې کړي.
خو، د ښځو د بشري حقونو د څارنې مشرې، هیله څرګنده کړې، چې طالبان به په دې برخه کې خپله ژمنه پوره کړي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ