د بريکس غړي له ايران سره پياوړي اقتصادي اړيکو ته لېواله دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د بریکس اصلي غړي د بریکس د نوي اتحاد په چوکاټ کې د دوه اړخیزو همکاریو سربېره، د پیاوړو سوداګریز او اقتصادي اړیکو لرلو ته لېواله دي.
د ایران پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان چې سویلي افریقا ته په سفر تللی، د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه وویل: په دې غونډه کې چې د ایران د غړیتوب د غوښتنليک د بیا کتنې او د بریکس په پنځو اصلي غړو هېوادونو کې د ایران د شاملولو لپاره د لومړنیو ګامونو پورته کول دي. د ایران اسلامي جمهوریت هم وتوانید چې خپل درېځ څرګند کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوام کې وویل: بې له شکه د جیو پولیټیکل موقعیت او ظرفیتونو ته په کتو سره چې ایران یې لري، د بریکس د مهمو غړو هېوادونو د شرایطو او حالاتو په چوکاټ کې تر جدي پاملرنې لاندې دی.
امير عبداللهيان وويل: د بريکس اصلي غړي د دوه اړخيزو همکاريو تر څنګ، د بريکس په نوم د نوي اتحاد په چوکاټ کې د پياوړي سوداګريزو او اقتصادي اړيکو لرلو ته لېواله دي.