ایران له تجارت څخه د ډالرو د حذفیدا هرکلی وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران او د پاکستان د سوداګري کوټې نائب رئیس امان الله شهنوازي ټینګار وکړ د تهران او د اسلام اباد ترمینځ له تجارت څخه د ډالر حذفیدل د ایران په ګټه دي او د دواړو هیوادونو د تجارتي راکړو ورکړو اندازه به زیاته شي.
په تیرو څو کلونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د نړۍ ځینو هیوادونو د نړیوال تجارت له معاملاتو د ډالر د څنګ ته کولو او د امریکا د ډالر پرځاې له ملي کرنسیو د استفادې کولو خبره مطرح کړي ده او د نړۍ ځینو هیوادونو هم په تیرو څو میاشتو کښې د دغه وړاندیز هرکلی کړی دی.
ایران ، روسیې ، چین او هندوستان او همدا اوس پاکستان د تجارت له مبادلاتو د امریکا د ډالر د حذفولو په لور حرکت پیل کړی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت هم وویل له ایران ، روسیې او افغانستان سره د اسلام اباد ترمینځ د ملي کرنسیو د سازوکار د پرمخ بیولو لپاره د څارنې قانوني حکمونه اعلان شوي او په دغو حکمونو کښې لیکل شوي شیان د اجرا وړ دي.
د ایران او د پاکستان د سوداګرۍ کوټې نائب رئیس امان الله شهنوازي وویل د دواړو هیوادونو له تجارت څخه د ډالر حذفیدل د صادراتو د رونق او اسانتیا او د ډالرو د مشکلاتو د کمیدا سبب کیږي.