د سپاه پاسداران هوائي ځواک؛هائيپرسانیک ؛توغندي  مخ کتنه و کړه
(last modified Tue, 06 Jun 2023 06:34:37 GMT )
Jun 06, 2023 11:04 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسداران هوائي ځواک؛هائيپرسانیک ؛توغندي  مخ کتنه و کړه

د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران هوافضا ځواک  په یولړ دستورو کې نن  هائيپر سانک ؛توغندی  چې فتاح  نومیږي ، افتتاح کړ.

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د فتاح نومې هائيپرسانک توغندی نن په یولړ دستورو کې چې د اسلامی ایران د ولسمشر ابراهیم ریسي او د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان سردار حسین سلامي او د سپاه د هوافضا ځواک دقوماندان سردار علی حاجی زاده  او یوشمیر نورو  لوړپوړو قوماندانانو په شتون سره نندارې ته وړاندې شو.

هائيپرسانک توغندي  د هغو ماډرنو وسلو او تجهیزاتو برخه ده چې نن سبا د امریکا،روسیې او چین په څير  دهیوادونو په وسیله تولید او کارول کیږي.

د هائيپرسانک توغندي سپيډ د حرکت  په وخت د غږ په وړاندې له پنځو تر پنځه ویشت برابره چټک اعلان شوی چې له یونیم کلومیتر تر اتوکلومیټرو پورې په یوې ثانیې کې ځغلي.په بله معنا،باید ووئيل شي چې په یوه ساعت کې  کابو یوزر شپته سوه کلومیټر  واټن پورې  حرکت کوي.

په راپور کې و ئيل شوي دي،دغه توغندی ریډیوئي څپې دروي، لاره بدلوي،له راډاره تښتي او لازیات واټن چې نه اټکلیدونکی وي،ددغه هائيپر سانک توغندي ځانګړنې دي.دغه توغندي د هغو ټارګټونو دله مینځه وړلو لپاره کارول کیږي،چې په لیرې واټن کې وي او یا هغه ټارګټونه چې باید په چټکۍ سره تباه شي.د بی -۵۲ډوله سټراټژيکې جنګي الوتکې او توغندوي ضد دفاعي سسټمونه ددغو موخو  برخې دي .

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه