له خپلو ګاونډیانو سره داړیکو پراختیا ته کلک او جدي هوډ لرو
داپه داسې حال کې دي چې د تهران او ریاض د ډيپلوماټيکو اړیکو د پراختیا په دوام کې پرون د ایران اسلامی جمهوریت د عربستان په ریاض کې له اوو کلونو وروسته خپل سفارت په رسمي توګه بیرته پرانیست.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د ایران مخه نیونکی قدرت د سیمې د تل پاتې سولې او امنیت تضمینونکی وبالۀ او هم ئې له ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو د پراختیا او د رغنده شراکت پر دوام ټينګار وکړ.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون په دغه ټویټ کې لیکلی دي، اسلامی ایران ددفاعي او پوځي اقتدار له پیاوړتیا سره په یووخت په بهرنیو اړیکو کې د عزتمنې ډييپلوماسۍ دوام ، د یوه روښانه راتلونکي لپاره ښه ځیری ګڼي .
هغه زیاته کړې ده ، دایران مخه نیونکی قدرت د سیمې د تل پاتې امنیت اوسولې تضمینونکی دی او له ګاونډیانو سره به رغنده شراکت او د دوستانه اړیکو پراختیا په جدیّت سره دوام ومومي .
داپه داسې حال کې دي چې د تهران او ریاض د ډيپلوماټيکو اړیکو د پراختیا په دوام کې پرون د ایران اسلامی جمهوریت د عربستان په ریاض کې له اوو کلونو وروسته خپل سفارت په رسمي توګه بیرته پرانیست.
د ایران اسلامی جمهوریت او عربستان د مارچ په لسمه نیټه د چین په مینځګړیتوب سره موافقه کړې چې له اوو کلونو وروسته خپلې دوه اړخیزې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پيلوي چې دا هم د سیمې په ګټه او هم د اسلامی نړۍ د یووالي او وحدت لپاره یو ښه او نیک ځیری دی.
د ایران او عربستان ترمینځ د ډيپلوماټيکو اړیکو بیرته پیلیدا ته په پام او له دغو اړیکو څخه په ویرې سره د صهیونیسټ رژيم رسندویو په زغرده وئیلي دي ،اسرائيل په تیره بیا د تهران او ریاض ترمینځ د اړیکو له بیرته پیلیدا وورسته او له متحده عربی اماراتو سره د ایران په نزدیکیدا پسې له ایران سره په مخامخیدا کې یوازې پاتې شوي دي.