د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134280-د_ایران_او_قطر_د_بهرنیو_چارو_وزیرانو_ټلفوني_خبرې_وکړې
د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو دلچسپو مسائلو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-06-11T22:41:02+00:00 )
Jun 12, 2023 03:06 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني خبرې وکړې

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو دلچسپو مسائلو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر«حسین امیرعبداللهیان» د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر«شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني» سره په ټلفوني خبرو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت او د قطر د حکومت ترمنځ د دوستانه اړیکو په یادولو سره، د نږدې تعلقاتو پر لا زیاتې پراختیا باندې تاکید وکړ.

امیر عبداللهیان همداراز په دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو کې د قطر حکومت د مثبت رول او رغنده هڅو ستاینه وکړه.

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني هم د ایران او قطر د حکومت له دوستانه اړیکو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د دواړو لورو د هلو ځلو او د اړیکو د پراختیا په دوام ټینګار وکړ.