د ایران او اروپائي ټرائيکا دمرستیال خارجه وزیرانولیده کاته شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134372-د_ایران_او_اروپائي_ټرائيکا_دمرستیال_خارجه_وزیرانولیده_کاته_شوي
د ایران مرستیال خارجه وزیر په ابوظبئ کې د جرمني ،فرانسې او انګلستان د خارجه وزیرانو له  مرستیالانو سره   کتنه او خبرې اترې  کړي دي .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 13, 2023 15:40 Asia/Kabul
  •  د ایران او اروپائي ټرائيکا دمرستیال خارجه وزیرانولیده کاته شوي

د ایران مرستیال خارجه وزیر په ابوظبئ کې د جرمني ،فرانسې او انګلستان د خارجه وزیرانو له  مرستیالانو سره   کتنه او خبرې اترې  کړي دي .

مهر خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د خارجه وزیر سیاسی  چارو مرستیال  او  ایران  لوړپوړي مرکچي  علی باقري کني  چې په متحده عربی اماراتو ته تللی،   په خپل ټولنیز پيغام کې ولیکل ،له سیمه ایزو او له سیمې  ورآخوا لورو سره د ډيپلوماټيکو  مشورو په دوام کې،د جرمني،فرانسې او انګلستان له  مرستیال خارجه وزیرانو  سره په مختلفو مسئلو باندې دنظر تبادله کړې ده .

له دې مخکې هم د ایران مرستیال خارجه وزیر  اماراتو ته دخپل  سفر په باب په یوه ټولنیز پيغام کې لیکلی وو، د ګاونډیتوب د سیاست دپیاوړتیا او  له ګاونډیانو سره دسیاسی مشورو  په دوام کې ئې اماراتو ته سفر کړی څو ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره د سیمه ایزو مسئلو  او دوو اړخیزو  ملګرتیاؤ د لوړتیا په باب  خبرې اترې  وکړي.

دغه شپې ورځې  دایران او لویدیځ  دخبرواترو په باب ډیر خبرونه او ګونګوسې آوریدل کیږي ، هماغه شان  چې  فاینینشل ټایمز  هم په یوه راپور کې لیکلي دي ، د ایران په چارو کې د  امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي  په همداوروستیو کې څو ځله  دملګروملتو په مرکز کې د ایران  له سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني سره  کتنه کړې ده.

 ددغې ورځپاڼې دلیکنې په اساس، دغه لیدکاته له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه دامریکا د یو اړخیزې وتنې  وروسته د ایرانیو او امریکائی چارواکو ترمینځ  لومړنی نیغ په نیغه تماس حسابیږي.

د فاینینشل ټایمز د راپور په اساس له جوزف بایډن حکومت سره نزدې  یوه کس وئیلي دي ، چې په لومړۍ درجې کې د تهران او واشنګټن خبرې اترې  له ایران سره د بندیانو  دمبادلې په امکان متمرکزې دي.