پاکستان د ایران په بهرني سیاست کښې ځانګړی مقام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134552-پاکستان_د_ایران_په_بهرني_سیاست_کښې_ځانګړی_مقام_لري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پاکستان د تهیران د ګاونډیتوب د سیاست یوه مهمه کړۍ وبلله او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې د پاکستان مقام، ځانګړی دی.
(last modified 2023-06-17T20:54:58+00:00 )
Jun 18, 2023 01:21 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران په بهرني سیاست کښې ځانګړی مقام لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پاکستان د تهیران د ګاونډیتوب د سیاست یوه مهمه کړۍ وبلله او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې د پاکستان مقام، ځانګړی دی.

د ایرنا د خبر له مخې حسین امیر عبداللهاین پرون مازیګر د پاکستان د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت د قائم مقام اسد مجید خان په کتنه کښې، د ایران په بهرني سیاست کښې د پاکستان ځاص ځاې او په دوه اړخیزو او نړیوالو ملګرتیاؤ کښې یې اوسنۍ سویې ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د اړیکو په پراختیا کښې هیڅ محدودیت نه لري.

هغه د ایران او پاکستان د اړیکو تاریخ او په تعلقاتو کښې یې موجودو اشتراکاتو ته په اشارې سره، د اړیکو اوسني سطحه ښه او مخ په پراختیا وبلله او د دواړو هیوادونو له خوا یې په اړیکو کښې له موجودو ظرفیتونو په بشپړې ګټه پورته کونې ټینګار وکړ.

په دغه ملاقات کښې د پاکستان د خارجه وزارت قائم مقام هم د سیاسي مشورتي خبرواترو په دولسم پړاؤ کښې د مطرح شویو بحثونو یو رپورټ وړاندې کړ او دغه خبرې اترې یې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره سټراټیجکې وبللې او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا په اهمیت یې تاکید وکړ.

اسد مجید خان په دغې کتنې کښې هم داشان امیر عبداللهیان ته، پاکستان ته د سفر لپاره د پاکستان د خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري بلن لیک وړاندې کړ.