مسقط کښې له امیر عبداللهیان سره د محمد عبدالسلام کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134726-مسقط_کښې_له_امیر_عبداللهیان_سره_د_محمد_عبدالسلام_کتنه
د یمن د ملي نجات حکومت جګ پوړي مرکچي په مسقط کښې د ایران د خارجه وزیر سره په ملاقات کښې، د یمن له ولسه د ایران له معنوي ملاتړونو او د یمنیانو د بې شمیره کړاونو د ختمولو لپاره یې د هلوځلو قدرونه وکړه.
(last modified 2023-06-21T02:57:10+00:00 )
Jun 21, 2023 07:24 Asia/Kabul
  • مسقط کښې له امیر عبداللهیان سره د محمد عبدالسلام کتنه

د یمن د ملي نجات حکومت جګ پوړي مرکچي په مسقط کښې د ایران د خارجه وزیر سره په ملاقات کښې، د یمن له ولسه د ایران له معنوي ملاتړونو او د یمنیانو د بې شمیره کړاونو د ختمولو لپاره یې د هلوځلو قدرونه وکړه.

د یمن د ملي نجات حکومت جګ پوړي مرکچي په مسقط کښې د ایران د خارجه وزیر سره په ملاقات کښې، د یمن له ولسه د ایران له معنوي ملاتړونو او د یمنیانو د بې شمیره کړاونو د ختمولو لپاره یې د هلوځلو قدرونه وکړه.

د یمن  د نجاتِ ملي حکومت جګ پوړي مرکچي محمد عبدالسلام بیګا په مسقط کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کښې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره چې عمان ته په سفر تلی دی، د یمن د وروستیو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

محمد عبدالسلام له امیر عبداللیهان سره په ملاقات کښې، په یمن کښې د کړکیچ د وروستي وضعیت، د عربستان له حکومت سره د مذاکراتو، له ملګرو ملتو سره د همکارۍ او هم یې په یمن کښې د انساني وضعې په اړه یو رپورټ وړاندې کړ.

امیرعبداللهیان هم د یمن د ستر، صبرناک او مقاوم ولس په قدرونې سره، د دغه هیواد د څو کلن کړکیچ د ختمولو د طریقې په هکله د یمن د ولس له هر ډول پریکړې د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ اعلان کړ.

د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر د یو پلاوي په مشرۍ د فارس خلیج د څنډې هیوادونو ته د سفر په دویم پړاؤ کښې له قطر څخه د عمان پلازمینې مسقط ته لاړ.