د ایران د کلتور او ارشاد وزیر ماسکو ته لاړ
د ایران د اسلامي ارشاد او کلتور وزیر له خپل روسي همرتبه سره د کتنې او په روسیې کښې د ایران د کلتوري اونۍ په پروګرامونو کښې د ګډون په موخه، ماسکو ته ورسید.
د ایران د اسلامي ارشاد او کلتور وزیر له خپل روسي همرتبه سره د کتنې او په روسیې کښې د ایران د کلتوري اونۍ په پروګرامونو کښې د ګډون په موخه، ماسکو ته ورسید.
"محمدمهدی اسماعیلی " په روسیې کښې د ایران د سفیر کاظم جلالي او د روسیې د کلتور وزیر د مرستیال آندری مالیشوف په هرکلي سره د ماسکو په هوايي ډګر کوز شو.
د ایران پرس د خبر له مخې، په روسیې کښې د ایران د کلتوري اونۍ پروګرامونه سر له ننه، د ایران او روسیې د کلتور وزیرانو په شتون سره پيلیږي.
دا پروګرام د کرونا په وجه له څلور کلن ځنډ وروسته سږ کال د روسیې په ماسکو او سن پیټرزبرګ ښارونو کښې ترسره کیږي.
د ایران د کلتور وزیر محمد مهدي اسماعیلي به د دغې اونۍ د برنامو ترڅنګ، د روسیې د کلتور له وزیر سره، د دواړو هیوادونو ترمینځ د کلتوري اړیکو د پراختیا په هکله خبرې او صلاح مشورې هم وکړي.