د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قران کریم سپکاوی وغاند
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ته په یوه لیک کښې په سویډن کښې د قران کریم د سپکاوي د غندلو په ترڅ کښې په هغه غږ وکړ
چې د دغه لسمونکي او له سپکاوي د ډکې ښکارندې د دوام او د پراخو خطرناکو پایلو د مخنیوي او د دغه کار د نه تکرارید لپاره ضروري تدبیرونه غوره کړي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ته په لیک کښې ویلي دي په سویډن کښې قران کریم ته د بیا سپکاوي خواشیونکي خبر د نړۍ د مسلمانې ټولنې او د الهي دینونو د پیروانو احساساتو او عواطفو ته سخت ګوزار ورکړ او د دغه سپکاوي کونکي اقدام له کبله شوک او اندیښنې د زیاتیدا په حال کښې دي.
هغه زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت قران کریم ته د سپکاوي له سپین سترګي توب څخه د ډک لسمونکي او سپکونکي اقدام لپاره د سویډن د چارواکو لخوا د اجازې د ورکولو د غندلو په ترڅ کښې چې په یوه میاشت کښې د دوهم ځل لپاره ترسره کیږي خبرداری ورکوي چې د بیان د ازادۍ تر پوښښ لاندې د دغه اقدام دوام د مسلمانانو ټولنې ته ښکاره سپکاوی ، د بیلابیلو ټولنو لمسول او له اسلام سره د مبارزې کولو او د سرزورۍ د دودولو په هدف سره ترسره کیږي.