له نړیوالو موسسو د امریکا ناوړه استفاده حد نلري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د سمندر د کچ کونې د نړیوالې موسسې د کلنۍ غونډې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د کوربه توب په مخنیوي کښې د امریکا اقدام وغاند.
امریکا چې په ځلونو یې د ایران د خلکو پرضد د بایکاټونو د اجرا په پلمه په سمندر کښې د ایران د تیلو وړونکي کشتۍ نیولي دي د هغه غونډې په کوربه توب کولو کښې چې ټاکل شوي ده د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې د سمندر کچ کونېې د نړیوالې ورځې په مناسبت ترسره شي مخنیوی وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل امریکا یوځل بیا په ایران کښې د سمندر کچ کونې د نړیوالې ورځې د ترسره کیدا په مخه نیولو سره خپل استکباري او زور ویونکی ماهیت وښود.
ناصر کنعاني زیاته کړه د امریکا دغه اقدام په داسې حال کښې دی چې په ایران کښې د سمندر د کچ کونې د نړیوالې ورځې د غونډې ترسره کیدا په دوه زره پینځلسم میلادي کال کښې کښې په لندن کښې د سمندر د کچ کونې د نړیوالې موسسې د شورا لخوا تصویب شوه او ملګروملتونو ته اړونده د دغه موسسې د نړیوالې ټولنې خوا هم تائید شوي وه.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی ډاګینه کړه د امریکا دغه اقدام چې د انګلستان ملاتړ ورسره وه ثابته کړه چې د ملګروملتونو له فني او تخصصی ارګانونو ناوړه سیاسي استفاده د امریکا لپاره هیڅ سرحد نلري حتی که چیرې د دغو موسسو د نړیوال اعتبار د کمیدا سبب هم شي.