د اسلامي ویښتیا ټولنې د قران کریم سپکاوی وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136064-د_اسلامي_ویښتیا_ټولنې_د_قران_کریم_سپکاوی_وغاند
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې د یوې بیانیې په خپرولو سره په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند.
(last modified 2023-07-23T02:55:54+00:00 )
Jul 23, 2023 05:14 Asia/Kabul
  • د اسلامي ویښتیا ټولنې د قران کریم سپکاوی وغاند

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې د یوې بیانیې په خپرولو سره په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند.

د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې پرون د یوې بیانیې په خپرولو سره په سویډن کښې د قران کریم سپکاوي ته په غبرګون کښې وویل په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی او بې حرمتۍ یوځل بیا په نړۍ کښې د څه د پاسه دوه میلیارډه مسلمانانو د زړونو د داغي کیدا سبب شو او په پریکنده توګه د بیان د ازادۍ په نوم د مسلمانانو دیني سپیڅلتیاو ته د هر ډول بې حرمتۍ پایلې د سویډن حکومت ته متوجې دي.

د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې د دغه ناوړه عمل په  سخت ډول د غندلو په ترڅ کښې چې د اسرائیلو جاسوسۍ اداره موساد او د امریکا جاسوسۍ اداره سي ايي ای یې پلانونکي دي د سویډن په حکومت غږ وکړ چې د دا ډول غیر عاقلانه کارونو د مخنیوي او له سپکاوي د ډکو اقداماتو د تکرار د بندیدا لپاره اقدام وکړي او د هغه له عواملو سره چلند وکړي او هغوې محاکمه کړي.

دغه راز په کوپن هیګن کښې د قران کریم له سپکاوي وروسته په تهران کښې د ډانمارک سفیر د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت ته احضار کړی شو.

د ایران د خارجه وزارت د اروپا او د لویدیځ د چارو مسوول مجید نیلي احمد ابادي د ډانمارک د سفیر په احضارولو سره د نړۍ په هر ځاې کښې په اسلامي سپیڅلتیاو باندې د هر ډول تیري په غندلو سره وویل په اروپا کښې د کتاب سوځول د مینځنیو پیړیو د جهالت د ګډې وډۍ فضا یادونه کوي چې په خپل وار سره په لویدیځو هیوادونو کښې د فکر د ازادۍ لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.