Jul 27, 2023 12:39 Asia/Kabul
  • د شهیدانو په برکت نوی نړیوال نظام د جوړیدا په حال کښې دی

مهر خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اسلامي انقلاب مکتب د حضرت امام حسین علیه السلام او د عاشورا د مکتب د لارې دوام وباله او ویې ویل نن سبا د اسلام د شهیدانو د پاکې وینې په برکت نوی نړیوال نظم د بڼه د خپلیدا په حال کښې دی.

د تاسوعای حسیني له  شپې سره په یووخت د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام او د کربلا د  شهیدانو د شهادت د ویر مراسم د تیرو کلونو په شان د اسلامي ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په کوربه توب او د یوشمیر وزیرانو او د ولسمشر د مرستیالانو او د ولسمشرۍ د ادارې د ګڼ شمیر کارکونکو او مدیرانو او د ګڼ شمیر خلکو په ګډون سره په «سلمان فارسي» جومات کښې ترسره شول.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ولسمشرۍ د ارګان د ماتمیانو په ټول کښې د اسلامي انقلاب مکتب د حضرت امام حسین علیه السلام او د عاشورا د لارې دوام وباله او ویې ویل هماغه ډول چې حضرت امام حسین علیه السلام په خپلې وینې ورکولو سره له ټولنې جهالت ختم کړ نن سبا زمونږ د شهیدانو پاکه وینه له موډرن جاهلیت سره مقابله کوي او له ټولنې جهالت ختموي.

هغه عاشورا او سور حسیني پاڅون د بشري ټولنې د ټولو بدلونونو بیلګه او سرچینه وباله او ویې ویل عاشورا یوه نښه او بیرغ پورته کړی دی چې لاره ورکه نشي او د حسیني اربعین ستر حرکت د عاشورا د پاڅون د نه ورک کولو بیلګه او نښه ده.

 

ټیګونه