د قرآن له سپکاوي سره د مقابلې لپاره د ایران وړاندیزونه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي ملګرتیا سازمان د خارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډه کښې د قرآن کریم له بې حرمتۍ سره د مقابلې لپاره د ایران وړاندیزونه بیان کړل.
د ایران پریس د خبر له مخې، حسین امیر عبداللهیان پرون د اسلامي ملګرتیا سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په اتلسمې بیړنۍ غونډې کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره شوه، وویل: نننۍ غونډه باید د قرآن کریم د مقدس ساحت او د اسلام د دین د ارزښتونو له سپکاوي سره د مقابلې په کار کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو حکومتونو د تیرو هلوځلو په دوام کښې د یو اقدام په توګه په نظر کښې ونیسو.
هغه زیاته کړه: زمونږ نننۍ غونډه، له اسلامه د ویرونې، او نه یوازې د مسلمانانو بلکې د هغوي او د نورو الهي او ابراهیمي دینونو د اعتقاداتو، اصولو، ارزښتونو او مقدساتو خلاف د کرکې خورونې او توکمپالو اقداماتو او تشدد سره د اغیزناکې مقابلې لپاره ده.
امیر عبداللهیان وویل: په خواشینۍ سره له دغې غیرانساني ښکارندې څخه د ځینو واکمنو اړخونو د ملاتړ په وجه په یوشمیر اروپايي هیوادونو کښې د اسلام او مسلمانانو خلاف د تشدد مخ په ودې بهیر ، په یوې بنیادي ننګونې بدل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د قرآن کریم د مقدس ساحت د بې احترامۍ سپک او کرکه راپارونکی اقدام د نړۍ د څه باندې ۲ میلیارډه مسلمانانو د ډیرو مقدسو ارزښتونو او اعتقاداتو د د انساني ارزښتونو سپکاوی دی چې بیخي د یو سخت اندیښمنوونکي بهیر یو بل مثال دی.
د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ: باوري یوو چې د اسلام د مبین دین په شمول د ټولو دینونو د هر ډول سپکاوي د تکرار مخنیوی د ټولو په ګټه دی او په سویډن او ډنمارک کښې د وروستیو ترخو پیښو رامینځته کیدل، د اسلامي حکومتونونو لپاره یو ډله ایز مسئولیت رامینځته کوي ترڅو په اروپايي حکومتونو دباو واچوي چې دا ډول راپاروونکي اقدامات زرترزره ختم کړي او د دغو جنایتونو عاملان په متناسبو قوانینو سره ځواب ویونکي کړي او سخته سزا ورکړي.