د روسیې په همکاریوسره د ایران د صادراتو ۳ چنده کېدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136580-د_روسیې_په_همکاریوسره_د_ایران_د_صادراتو_۳_چنده_کېدا
د ایران د رېل پټلۍ څخه د روسیې د ریلي صادراتو په پیلېدو سره، د کاله د ایران د رېل پټلی د صادراتو په حجم  کې به ۱۰۰ میلیون ټن زیاتوالی راشي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Aug 03, 2023 09:14 Asia/Kabul
  • د روسیې په همکاریوسره د ایران د صادراتو ۳ چنده کېدا

د ایران د رېل پټلۍ څخه د روسیې د ریلي صادراتو په پیلېدو سره، د کاله د ایران د رېل پټلی د صادراتو په حجم  کې به ۱۰۰ میلیون ټن زیاتوالی راشي.

د ایران د ښارجوړونې او د لارو د وزیر مرستیال خیراله خادمې دې ته په اشارې سره چي همدا اوس ایران د کاله ۵۰ میلیونه ټنه توکي د ریل پټلی له لارې صادروي او د روسیې د توکو په وارداتو سره، د کاله د ایران د رېل پټلۍ د صادراتو حجم ۱۵۰ ټنو ته به ورسیږي.

د ایران او د روسیې تر مینځ د هوکړې له مخې، ټاکل شوې ده چی د دواړو هیوادونو تر مینځ د توکو د ټرانزیت کلنۍ کچه ۵۰ میلیون ټنو ته ورسیږي.

په مسکو کې د ایران د سفیر کاظم جلالي په وېنا، روسیه له دې مخکې د کاله ۳۰۰ میلیون ټنه توکې اروپا ته صادرول، اوس ټاکل شوې چي دغه صادرات د ایران او ترکیې له لارې تر سره شي.