په مسکو کې د ایران سفیر:
د غربیانو له لورې د قرآن کریم سپکاوی ستر جنایت دی
په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: د غربیانو له لورې د قرآن کریم سپکاوی د مسلمانانو او د الهي مذاهبو د پیروانو له لورې غندل شوی او یو ستر جنایت دی.
عراقی الاصل سویډنی ښاریز سلوان مومیکا د دریم ځل لپاره د سوېډن د پولیسو په جواز سره، د دې هیواد د پارلمان مخې ته د قرآن شریف سپکاوی وکړ.
په وروستیو اونیو کې په ډنمارک کې هم د اسلام ضد تندلارو د مصر او د ترکیې د سفارتونو مخې ته، دوه ځلې قرآن شریف سوځولي دي.
په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالی تېره ورځ په مسکو کې په یوه غونډه کې چي د الهی مذاهبو مقدساتو ته د سپکاوی په خلاف د روسیې له لورې جوړه شوې وه، وویل: په سوېډن او ډنمارک کې د قرآن شریف سپکاوی د لوېدیځوالو دوګوني چلند ښیي، د بیان د ازادی په پلمې سره د مسلمانانو د مقدس کتاب سپکاوی د بشري حقوقو سره په ټکر کې او په نړۍ کې د نفرت او د دښمنیو د خپرولو په لړ کې دی.
هغه دغه اقدام د ولسونو تر مینځ د سوله ایز ژوند له اصول سره په خلاف وباله او یادونه یې وکړه چي د سوېډن او ډنمارک له لورې د قرآن کریم سپکاوی او د میلیاردونو مسلمانانو د احساساتو سره لوبه حتی د اروپایي اتحادیې له داخلي قوانینو سره هم سمون نه خوري خو سره له دې اروپایانو چوپتیا غوره کړې او د دې جنایت ملاتړ کوي.