پاکستان ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر سفر پای ته ورسید
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د خپلو اخري لیدونو او د دوه ورځنیو مذاکراتو د پایلو وروسته تېره شپه تهران ته را ستون شو
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د خپلو اخري لیدونو او د دوه ورځنیو مذاکراتو د پایلو وروسته تېره شپه تهران ته را ستون شو
د ایران د را پور له مخې امیر عبداللهیان د چهارشنبې په ورځ د ایران د دیارلسم دولت د ښه ګاونډیتوب د سیاست او د پاکستان په رسمي بلنه اسلام ته ولاړ او د ۵ شنبې په ورځ یې د دغه هېواد د لومړي او بهرنیو چارو وزیرانو، د مشرانو او ولسي جرګي رئیسانو او د دغه هېواد د پوځ له عمومي قوماندان سره ولیدل.
د دغه سفر په ترڅ کې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د بانکي او پانګونې، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې د همکاریو درې سندونه هم لاسلیک کړل.
د ایران د ډیپلوماټیکو خدمتونو دغه مشر د جمعې په ورځ د پاکستان د بنسټګر مرحوم ته د درناوي او د امام خمیني (رح) په نوم د پاکستان د یوې کوڅې د نومولو په مراسمو کې د ګډون په ترڅ کې د جمعې په ورځ په کراچۍ کې له پاکستاني سوداګرو سره وکتل.