د خپلواکي غوښتنې روحیه د ایران او ویتنام ملتونوګډ ټکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136860-د_خپلواکي_غوښتنې_روحیه_د_ایران_او_ویتنام_ملتونوګډ_ټکي_دي
رییسي په سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو ډګر کې د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او جوته یې کړه ممکنه ده د ځینو دولتونو لپاره د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا خوشحالونکی نه وی خو هغه څه چی اهمیت لری د دواړو ملتونو او هیوادونو د ګټو د تامینولو په لړ کې اغیزمن اقدامات دي .
(last modified 2023-08-08T21:40:14+00:00 )
Aug 09, 2023 01:57 Asia/Kabul
  • د خپلواکي غوښتنې روحیه د ایران او ویتنام ملتونوګډ ټکي دي

رییسي په سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو ډګر کې د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او جوته یې کړه ممکنه ده د ځینو دولتونو لپاره د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا خوشحالونکی نه وی خو هغه څه چی اهمیت لری د دواړو ملتونو او هیوادونو د ګټو د تامینولو په لړ کې اغیزمن اقدامات دي .

 

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د ویتنام د پارلیمان له مشر وونګ دین هویه سره په کتنه کې له ګواښونو او بایکاټونو سره سره په علمي و ټیکنالوجۍ ، تولید ، صنعت په مختلفو برخو کې د ایران سترو پرمختګونو او د تولید او تجارت په ودې په تمرکز سره  د دغو بایکاټونو د شنډولو لپاره د ایرانی ملت لوړو ګامونوته اشاره وکړه او ویې ویل ایران ته د ویتنام د پارلیمان د مشر سفر په پارلیمانی اړیکو پراختیا سربیره د دواړو هیوادونو د اقتصادي او تجارتي اړیکو په پراختیا کې د بدلانه پیچومې کیدلې شی .

رییسي په سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو ډګر کې د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او جوته یې کړه ممکنه ده د ځینو دولتونو لپاره د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا خوشحالونکی نه وی خو هغه څه چی اهمیت لری د دواړو ملتونو او هیوادونو د ګټو د تامینولو په لړ کې اغیزمن اقدامات دي .

د ویتنام د پارلیمان مشر هم په دغه کتنه کې د لویدیځ له ظالمانهبایکاټونو سره سره د ایرانی ملت سترې بریاوې د ویتنام ملت لپاره الهام بخښونکی او د ستایلو وبللې او د دې خبرې په کولو سره چی په پارلیماني ، تجارتی ، کلتوری ، تعلیمی ، پانګونې اوقضایی برخوکې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په لړ کې ښې موافقې شوی دي زیاته کړه ویتنام له ایران سره هراړخیزه ملګرتیاو او تعاملاتو پراختیا سره دلچسپۍ لری .