قران کریم ته د سپکاري په اړه د حقوقي کتنې کنفرانس ترسره شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136894-قران_کریم_ته_د_سپکاري_په_اړه_د_حقوقي_کتنې_کنفرانس_ترسره_شو
د ایران د صدا او سیما سازمان د غونډو په تالار کې قرانکریم ته د سپکاوي په اړه د حقوقي کتنې په موخه د یو شمېر وکیلانو، زده کړیالانو او د مذهبي او حقوقي کارپوهانو په ګډون کنفرانس ترسره شو.
(last modified 2023-08-09T09:31:31+00:00 )
Aug 09, 2023 12:57 Asia/Kabul
  • قران کریم ته د سپکاري په اړه د حقوقي کتنې کنفرانس ترسره شو

د ایران د صدا او سیما سازمان د غونډو په تالار کې قرانکریم ته د سپکاوي په اړه د حقوقي کتنې په موخه د یو شمېر وکیلانو، زده کړیالانو او د مذهبي او حقوقي کارپوهانو په ګډون کنفرانس ترسره شو.

د ایران د صدا او سیما سازمان د غونډو په تالار کې قرانکریم ته د سپکاوي په اړه د حقوقي کتنې په موخه د یو شمېر وکیلانو، زده کړیالانو او د مذهبي او حقوقي کارپوهانو په ګډون کنفرانس ترسره شو

د ایران پریس د خبر له مخې، د دغه کنفرانس یو تن ویناوال علیرضا مظلوم د لیکلې مقالې له مخې د کورنیو قوانینو او اسلامي هېوادونو له نظره قران کریم ته د سپکاوي د مخنیوي لارې چارې بیان کړې.

دغه کارپوه ټینګار وکړ چې د سوډان او ډنمارک هېوادونو په ګډون په ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو کې مقدساتو ته سپکاوی جرم دوام لري.

نوموړي وویل: د ملګرو ملتونو د بشر حقونو وروستۍ اعلامیې دیني مقدساتو ته د سپکاوي د غندلو په برخه کې یو قوي سند ګڼل کیږي.

په دغه کنفرانس کې ګڼ شمېر نورو کارپوهانو د بېلا بېلو حقوقي اړخونو له نظره په وروستیو کې قران کریم ته د سپکاوي په اړه ویناوې وکړې.

دغه راز د دغه مقدس کتاب په اړه سوال او ځواب هم د دې علمي کنفرانس برخه وه.