په ایران کې د پانګونې کچه ۶.۷ سلنه لوړه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136906-په_ایران_کې_د_پانګونې_کچه_۶.۷_سلنه_لوړه_شوې_ده
ایراني چارواکي وایي، به دغه هېواد کې د پانګونې په برخه کې ۶.۷ سلنه زیاتوالی راغلی او د بیکارۍ کچه کې ۴.۴ سلنه کمښت رامنځته شوی دی.
(last modified 2023-08-09T06:52:40+00:00 )
Aug 09, 2023 10:50 Asia/Kabul
  • په ایران کې د پانګونې کچه ۶.۷ سلنه لوړه شوې ده

ایراني چارواکي وایي، به دغه هېواد کې د پانګونې په برخه کې ۶.۷ سلنه زیاتوالی راغلی او د بیکارۍ کچه کې ۴.۴ سلنه کمښت رامنځته شوی دی.

د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر په تیرو دوو کلونو کې د دغه هیواد په اقتصادي سرچینو کې د اصلاحاتو په اړه له خپلو هڅو څخه خبر ورکړ.

د ایران فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر احسان خاندوزي، د دغه هېواد د پلان او بودیجې او د ایران د مرکزي بانک له رئیسانو سره د چهارشنبې په ورځ په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: د دیارلسم حکومت له پیل را هیسې موږ د پانګې اچونې په کچه کې 6.7 سلنه وده او د بیکارۍ په کچه کې 4.4 سلنه کمښت رامنځته کړی دی.

دغه راز د ایران د پلان او بودیجې د ادارې رئیس سید داوود منظوروویل: د پلان جوړونې اداره د حکومت د منابعو او لګښتونو د تنظیم کوونکي په توګه، د حکومت د عایداتو او لګښتونو د تنظیمولو په حال کې ده.

هغه زیاته کړه، اداره یې د بنسټونو د بودیجې قانون له مخې د اجرایه ادارو ملاتړ کوي ، ترڅو خلکو ته د کلتور، روغتیا، زیربناوو او داسې نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي چې له امله یې ولس رضا او د ژوند شرایط یې بهتر شي.

منظور زياته کړه: په دې برخه کې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې له ټولو سرچينو څخه د دولت په عوايدو کې ٥١ سلنه زياتوالى راغلى دى.

د نوموړي په وینا، له يوې خوا د بندیزونو د سختو شرایطو سره، سره بیا هم د نفتو د عايداتو سرچينې ښه شوي او له بلې خوا د مالیاتو او ګمرکي عوایدو سرچینې مخ په زیاتیدو دي.

د هغه د معلوماتو له مخې د ایران د تولید، کان کیندنې، مخابراتي مقرراتو او ټولو فرعي سکتورونو کې عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.