ایران د سوپرسونیک کروز توغندیو ټیکنالوژي ترلاسه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136910-ایران_د_سوپرسونیک_کروز_توغندیو_ټیکنالوژي_ترلاسه_کړه
د ایران د دفاعي صنعت متخصصینو له لورې تر لاسه شوې د سوپرسونک توغندي د تکنالوژۍ طرحه د ازماېشت په مرحله کې ده.
(last modified 2023-08-09T07:12:53+00:00 )
Aug 09, 2023 11:42 Asia/Kabul
  • ایران د سوپرسونیک کروز توغندیو ټیکنالوژي ترلاسه کړه

د ایران د دفاعي صنعت متخصصینو له لورې تر لاسه شوې د سوپرسونک توغندي د تکنالوژۍ طرحه د ازماېشت په مرحله کې ده.

سوپرسونیک کروز توغندی چې په حقیقت کې د ایران د کروز توغندیو نوی نسل دی، د ازماېښت په حال کې دی چې د ایران په دفاعي ځواک کې به یو نوی فصل رامنخته کړي.

د دې ټکنالوژۍ په لاسته راوړلو سره به د ایران د کروز توغندیو سرعت د پام وړ زیات او ورسره به مقابله خورا ستونزمنه شي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، تر دې دمه ایراني کروز توغندیو د لومړني سرعت د برابرولو لپاره د راکټ له ماشین څخه کار اخیستی او بیا یې د خپل حرکت د نیویګیشن مرحلې لپاره د ډان په نوم ټربوجیټ انجنونه جوړ کړي دي.

په سمندري کروز توغندیو کې د رامجیټ انجنونو کارول او د سوپرسونیک کروز توغندیو ترلاسه کول مهم او د پام وړ دي چې له امله به یې د هر ډول شخړې پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت د غبرګون ځواک ډیر ګړندی کړي او د برید کوونکو څخه به د عکس العمل فرصت هم واخلي.

ایران د سوپرسونیک کروز توغندیو د ټیکنالوژۍ په ترلاسه کولو سره د رام جیټ انجنونو په نوم د جیټ انجنونو نوی نسل هم ترلاسه کړی دی.

د یادونې وړده، څه ډول چې د دې ټیکنالوژۍ په درلودلو سره د مختلفو الوتونکو شیانو سرعت او د الوتنې وسلو لکه توغندي، ډرون او توپخانې سرعت ډیریږي، نو د پوځي وسلو په پراختیا کې دغو انجنونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.