د جمهور رئیس علمي مرستیال: ساینس او ټکنالوژي ملتونه سره نږدې کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د ساینس، ټیکنالوژي او علمي اقتصاد مرستیال وایي، ساینس او ټکنالوژي ترټولو ستر ارزښتناکه ډګر او محور دی چې ملتونه سره نږدې کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ساینس، ټیکنالوژي او علمي اقتصاد مرستیال وایي، ساینس او ټکنالوژي ترټولو ستر ارزښتناکه ډګر او محور دی چې ملتونه سره نږدې کوي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د ولسمشر د علمی بنسټ د ساینس، ټکنالوژۍ او اقتصاد مرستیال روح الله دهقاني فیروزآبادي د ویتنام د پارلمان د مشر وونگ دین هوئه سره په کتنه کې وویل: د ایران او ویتنام ترمینځ د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې مرستې د دواړو هېوادونو د لا زیاتو ملګرتیاوو او ګډو مشترکاتو اساس جوړولای شي.
د ایران د ولسمشر د ساینس، ټکنالوژۍ او علمی اقتصاد مرستیال هم د ډیجیټل اقتصاد په ډګر کې د ایران او ویتنام توانمندۍ او د دغه ډګر تولیدات د ګډو ملګرتیاو د بل محور په توګه یاد کړل.
په دغه کتنه کې د ویتنام د پارلیمان مشر هم د ایران علمی او ټیکنالوژیکی ظرفیتونو ته اشاره وکړه او په دې زمینه کې یې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
دینه هو وویل: ایران او ویتنام د نانو ټیکنالوژۍ، فضایي، نوښت او کرنې په برخو کې د ټکنالوژۍ د انتقال په شمول په مختلفو برخو کې ښه ظرفیتونه لري او د ویتنام خلک او حکومت د ایران د ساینس او ټکنالوژۍ او تخنیکي پرمختګونو قدر کوي.
د ویتنام د پارلیمان مشر او د دغه هیواد پارلیمانی پلاوی د اګست په اتمه نیټه د اسلامی شورا د مشر په بلنه د ایران د اسلامی جمهوریت له چارواکو سره د کتنې لپاره ایران ته را رسیدلي دي.