د ایران خارجه وزیر امیرعبداللهیان تهران ته راستون شو
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان چی د ایران او جنوبی افریقا د ملګرتیاو د ګډ کمیشن په ۱۵ غونډه کې د ګډون لپاره پرتوریا ته ولاړ وو نن سهار تهران ته راستون شو .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان مخکې ویلی وو چی د ایران او جنوبي افریقا ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره بېلا بېل فرصتونه شتون لري.
نوموړي زیاته کړه، د امریکا له یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونو سره، سره د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د ایران او جنوبي افریقا ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره بېلا بېل فرصتونه شتون لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د ایران او جنوبي افریقا د همکارۍ د کمیسیون په پنځلسمه غونډه کې د ګډون لپاره پریتوریا ته تللی وو، د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې میرمن نالدي پاندور سره د لیدنې پر مهال یادې څرګندونې کړي.
نوموړي زیاته کړې ایران چمتو دی چې له افریقا سره د تکنالوژۍ او ساینس په برخه کې د مرستې ترڅنګ د انرژۍ په برخه کې متبادله همکاري ترسره کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ایران او جنوبي افریقا د ګډ کمیسیون په غونډه کې د دواړو هیوادونو د وزارتونو، ادارو او د عامه او خصوصي ادارو ګډ پلاوي د دوو ورځو په موده کې مهمې او ګټورې خبرې اترې وکړې.
د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن نالدي پانډور هم وویل: د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره یې د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله تفصیلي خبرې اترې کړي چې دواړه هېوادونه د نړیوالو مسائلو په هکله ګډ دریځونه لري.
نوموړي زیاته کړه، د دواړو هیوادونو هدفونه د نړۍ د سولې هڅول او رامنځته کول دي .
امیر عبداللهیان په دغه سفر کی د جنوبی افریقا له ولسمشر سره هم کتنه کړی وه .