په عسلویه کې ۲۲ بهرني سیلانیان له مرګ ژغورل شوي
د ایران د عسلويه ښار د بندرونو او سمندري چارو مشر د دغه هېواد د جنوبي بندر په سواحلو کې د ۲۲ بهرنیو مسافرو د ژغورلو خبر ورکړ.
د ایران د عسلويه ښار د بندرونو او سمندري چارو مشر د دغه هېواد د جنوبي بندر په سواحلو کې د ۲۲ بهرنیو مسافرو د ژغورلو خبر ورکړ.
د صد او سیما د خبر له مخې، د ایران د عسلویه د بندرونو او سمندري چارو مشر عمران مرادپور وایي، د وایټ پرل په نوم د ایل پی جی یو ټانکر چې د پاناما بېرغ لاندې یې ۴۰ زره ټنه بار لیږدولو، د تخنیکي ستونزو له امله یې په انجن کې اورلګیدنه رامنځته شوې وه.
مرادپور زیاته کړه چې د دغې بهرنۍ کښتۍ قوماندان د ایران د بوشهر ولایت له بندرونو او سمندري ادارې څخه مرسته وغوښته چې د اور وژونکو کښتیو او ژغورونکو په استولو سره یې ۲۲ تنه په کښتۍ کې ژوندي وژغورل.
د ایران د عسلویه د بندرونو او کښتیو مشر وویل چې اور د کښتۍ نورو برخو ته هم خپور شوی وو، خو د ژغورنې ځواکونو په هڅو مړ کړای شو.