دایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
ایراني څیړاندي د پلازمایی چاودنې د الو په تولید کې بریالي شول .
کیهان
دغې ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ د امریکایی خپرونې دغې خبرې ته هم اشاره کړی ده چی ویلی یې دي له ایران سره د امریکا وروستي موافقه د ایت ا... خامنه ای په وړاندی د جو بایډن تعظیم وو .
د یادولو ده چی د ایران د مرکزي بانک مشر په جنوبي کوریا کښې د ایران د ټولو اسعاري زیرمو د خلاصي خبر ورکړ او ویې ویل: دغه سرچینې به د بانک له لارې د غیر بایکاټي شیانو د اخیستو په لړ کښې استعمال شي.
د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین په یو ټویټ کښې، په جنوبي کوریا کښې د توقیف شویو د اسعاري زیرمو په راخلاصولو کښې د کامیابۍ په وجه د اسعاري ډیپلماسۍ ټیم ته په مبارکۍ ورکولو سره وویل: شک نشته دا څه چې لاس ته راغلي دي، له موجود شننو زیات دي او البته چې دا بهیر به دوام ولري. د دغه رپورټ له مخې، په څو نورو هیوادونو کښې د ایران موجودې اسعاري زیرمې به هم ډیر زر راخلاصې شي چې خبرونو او اغیزې به یې د تجارتي مبادلاتو په بازار کښې څرګندې شي.
د ایران پارلیمانی پلاوی بیروت ته په سفر کښې د حزب ا... غورځنک له مشر سید حسن نصر ا... سره کتنه کړی ده .
مصر یوکرین ته د وسلو د ورلیږلو لپاره د امریکا په وړاندی مقاومت کوی .
د بایډن د زوی هانتر بایډن دوسیه د ځانګړی پلټونکی لاس ته ورغله .
کاناډا د کډوالو منافقینو ترهه ګرو تازه پناه ځای ګرځیدلی دی .
د نړۍ څه د پاسه ۱۲۲۰ پوهنتوني شخصیتونو صیهونیسټ رژیم توکم پال وباله .
په سوریه کې د امریکایي ځواکونو په مرکزکې چاودنه شوې .ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی خبري سرچینې د سوریې د الحسکه ولایت په ریف سیمه کې د امریکایي ځواکونو په اډه کې له چاودنې خبر ورکوي. د سوریې د کرد ډیموکراټیکو ځواکونو سره یو ځای امریکايي ځواکونه له ډیرې مودې راهیسې د سوریې په شمال او شمال ختیځ کې په غیر قانوني توګه شتون لري او د دغه هیواد د تیلو او شتمنیو په لوټلو سربیره یې د سیمې د اوسیدونکو پرضد جنایتونه ترسره کوي. د المیادین خبري چینل په یوه راپور کې د سوریې په ختیځ کې د الحسکه ولایت د ریف په «الشدادي» سیمه کې د امریکايي اډې دننه د چاودنې خبر ورکړ او زیاته یې کړه، د چاودنې ځای ته یو شمیر امبولانسونه هم استول شوي دي.
جمهوری اسلامي
د فلسطینیانو په عملیاتوکې یو صیهونیسټی ښارګی میشته هلاک او پینځه صیهونیسټان ژوبل شوي دي .
په امریکا کې د اورلګیدنې له امله د مړیو شویو شمېر ۵۳ تنو ته لوړ شو . د امریکا د هاوايي ایالت په ستر ټاپو او ماوي ټاپو کې د اور لګېدنو له امله د مړو شمېر ۵۳ تنو ته لوړه شوه. چارواکو اعلان کړی چې په دوو ټاپوګانو کې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ ته رسېدلی او د لا درکه شویو کسانو د لټون او ژغورنې هڅې روانې دي.
په زرګونو خلک له سیمې څخه ایستل شوي، ویل کیږي د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۱۷۰۰ ودانۍ سوځیدلي دي.
له بل پلوه د الوتنو د لغوه کیدو له امله د ماوی نړیوال هوایی ډګر کې تر ۲۰۰۰ تنو ډیر مسافر بند پاتې دي.
اوکراین په توغندی او ډرون الوتکې سره په کریمه حمله کړی ده .
وال سټریټ ژورنال لیکلی دی چی ایران د یورنیمو د تولید د بډایه کولو سویه کمه کړی ده .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی ناصر کنعانی د سوریې په عسکرو د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ حمله وغندله .
ایراني څیړاندي د پلازمایی چاودنې د الو په تولید کې بریالي شول .
امریکا د یوکرین په جنګ کې د وسلو د خرڅولو له لارې ۱۷۰ میلیارډ ډالره ګټه پورته کړی ده .
د ایران ان خارجه وزیر امیر عبداللهیان ویلی دی چی د مزاکراتو او ډیپلوماسي لاره هیڅکله نده پریښودل شوی .
عبری رسندویو خبرداری ورکړی دی چی دوه نیم میلیونه صیهونیسټان د حزب ا... د توغندیو په شیشت کې دي .
کابل ورځپاڼۍ
هشت صبح
د کندهار ښاریان د برېښنا له لوړ قیمت شکایت کوي . کندهار چې د هېواد یو له لویو ولایتونو او ښارونو څخه بلل کېږي؛ خو لا هم په دغه ولایت کې د برېښنا د دوامداره کېدو ستونزه نه ده حل شوې.
د دغه ولایت اوسیدونکي وایي، نه یوازې دا چې برېښنا نه وي، بلکې د پخوا په پرتله یې د بیلونه خورا لوړ شوي او دوی یې د تحویلۍ وس نه لري.
د دوی په وینا، ډیری خلک بې کاره دي او یا هم په کم معاش کار کوي؛ خو د برېښنا بیل یې د میاشتني عوایدو څخه څو چنده لوړ راځي.
په همدې تړاو د کندهار ښار یو اوسیدونکی نصیب الله چې دولتي مامور دی ۸صبح ته وویل، چې دی ۸ زره افغانۍ معاش لري؛ خو د برېښنا بیل یې د دوه میاشتو په موده کې ۱۸ زره افغانۍ راغلی او د پوره کېدو وس یې نه لري.
هغه وايي، د برېښنا بیل یې د دوه میاشتو په معاش هم نه شي پرې کولای؛ ځکه د کور مصارف، کرایه او مالیاتي ټیکوسونه ورپسې دي.
دی زیاتوي:« د دوه میاشتو بیل ۱۸ زره افغانۍ راغلی، خو زه په ۸ زره افغانۍ دولتي مامور یم چې د دواړو میاشتو معاشونه سره یو ځای کړم هم د بیل پیسې نه شم پوره کولای، که یې تحویل کړم نو کور کې څه وخورو؟ د کور کرایه له کومه کړو؟ هک حیران یم چې د بیل تحویلۍ پیسې له کومه کړم.»
د کندهار ښار یو بل اوسیدونکی سید محمد وایي، د بریښا لګښتونه ډیر شوي او خلک مجبور دي چې له کارولو یې لاس واخلي.
هغه وایي، د برېښنا میټرونه زاړه او پخواني دي چې د ډېر لګښت یو لامل یې هم همدا دی.
نوموړی زیاتوي، نور اړ دي چې کور کې سولري برېښنا فعاله کړي؛ ځکه د دولتي برېښنا د مصرف پرې کولو وس نه لري.
سید محمد په همدې تړاو وویل:« میټرونه مو ډېر پخواني دي، له نن څخه ۱۰ یا ۱۵ کاله مخکې لګول شوي دي، دا میټرونه زاړه شوي او د باور نه دي، په یو ځل برېښنا راتلو سره په خپل سر اوړي، نور مجبور یم کور کې سولري سیستم فعاله کړم، ځکه د دغه برق بیل د تحویلۍ وس نه لرم، په تیرو دوو میاشتو کې راته ۲۱ زره افغانۍ د برق بیل راغلی دی، تر اوسه موږ د برق بیل دومره لوړ نه و لیدلی، نورو ولایتونو کې۲۴ ساعته دوامداره برق وي او له ۸ سوو افغانۍ نه زیاتېږي.»
په ورته وخت کې د محمد په نوم د کندهار ښار یو بل اوسیدونکی بیا د برېښنا مسوولینو څخه غواړي چې د برېښنا د کیلو واټونو قیمتونه ارزانه کړي.
هغه زیاتوي، کندهار چې غټ ښار دی، لویې فابریکې لري؛ خو لا هم دا مهال دوامداره ۲۴ ساعته برېښنا نه لري او په وینا یې طالبان باید د دې کار د غم وخوري.
د محمد په وینا، که برېښنا دوامداره نه شي، نو د دې پاتې فابریکو فعالیتونه به هم محدود شي، چې اوس هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ولایت د ښار ځینې برخې دا مهال د هلمند ولایت کجکي بند د اوبو له توربینو څخه برېښنا لري.
کندهار کې څه موده وړاندې برېښنا ۲۴ ساعته وه؛ خو د دوو میاشتو مودې وروسته له ۲۴ ساعتونو څخه ۱۸ ساعتونو ته راکښته شوه.
په کندهار کې د برېښنا د پرچاوي لامل په کجکي بند کې د اوبو د کمښت ستونزه بلل شوې ده.
کندهار ولایت کې دا مهال د ۲سوه کیلو واټ برېښنا لګښت ۲ افغانۍ ، د ۴سوه کیلواټ لګښت ۴ افغانۍ اوپر یوه وخت د ۷ سوو کیلواټ بیا ۱۸ افغانۍ دی.
د یادونې وړ ده چې کندهار ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا پروژې چارې هم په غزني ولایت کې د طالبانو له راتګ سره په ټپه درېدلي او تر اوسه په کې کوم پرمختګ نه دی تر سترګو شوی.
په ارزګان کې د ښار ماسټر پلان نيمګړی پاتې دی
په ترینکوټ ښار کې د تېر حکومت پر مهال د پراختيا او خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کېدو په موخه د محمد داوودخان او محمد ظاهرشاه د وخت ماسټر پلان د عملي کولو چارې پیل شوې وې؛ خو د جمهوريت له سقوط او د طالبانو بیاځلې واکمنېدو سره د د دغه ماسټر پلان چارې نيمکړې پاتې شوي او تر اوسه يې بیا د رغونې چارې نه ده پیل شوي. د دغه ولايت خلک وايي، که څه هم دوی هيله لرله چې په ښار کې به نوی ماسټر پلان پلي او ورسره به ښارهم پراخ شي؛ خو په خبره يې چې دا هيلې يې په اوبو لاهو شوي او دا دی دوه کاله تېرېږي چې ياد ماسټر پلان همدغسې نيمګړی پاتې دی.
د یاد ولايت يو اوسېدونکی دل اغا وايي، له کومي ورځې چې د ښار د ماسټر پلان چارې درېدلي، نو ورسره د دوی ژوند هم سخت شوی دی. هغه وايي، دا مهال په خپل شخصي ملکيت کې د بیا رغونې کارونه له همدې وېرې نه کوي چې که په راتلونکي کې بیا ځلي د ياد ماسټر پلان چارې پیل شي د دوی خواري به له منځه يوسي. دی له طالبانو څخه غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې په دې ولايت کې د ماسټر پلان چارې پیل کړي. هغه د طالبانو د ښاروالۍ له رياست څخه غوښتنه کوي چې د ياد نيمګړي ماسټر پلان چاري دې پیل کړي.
مسیر ورځپاڼه
دفاع وزارت: د خپلو ځواکونو لپاره مو یونیفورم لازمي کړ . د دفاع وزارت ویاند وايي کهچېرې د دغه وزارت ځواکونه د نونیفورم په اغوستو کې بې پروايي وکړي، د قوانینو پر بنسټ به سزا ورکړل شي. نوموړی وايي چې اوس د دغه وزارت پر ټولو ځواکونو یونیفورم وېشل شوی دی. د دفاع وزارت ویاند عنایت ا... خوارزمي وايي، اوسمهال د دغه وزارت ځواکونه د تېر نظام د پوځ له لباسونو استفاده کوي خو په راتلونکي کې به یې د یونیفورم رنګ بدل کړل شي. د نظامي چارو یو شمېر شنوونکي بیا وايي د نظامیانو لپاره د یونیفورم درلودل جدي اړتیا ده. تر دې مخکې، ځينو هېوادوالو د امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د دفاع وزارت د ځواکونو د مشخص یونیفورم له نشتوالي شکایت درلود.