یواړخیز پالنه هوساینه ، سوله او امنیت نشي رامینځته کولای
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137198-یواړخیز_پالنه_هوساینه_سوله_او_امنیت_نشي_رامینځته_کولای
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په روسیې کښې د ایران سفیر «کاظم جلالي»سولې او امنیت ته د رسیدا لپاره په نړیوال مدیریت کښې د هیوادونو په ګډه کار کولو باندې ټینګار سره وویل یواړخیز پالنه د هوساینې ، د سولې او د امنیت سبب نشي کیدلای.
(last modified 2023-08-15T23:23:58+00:00 )
Aug 16, 2023 01:57 Asia/Kabul
  • یواړخیز پالنه هوساینه ، سوله او امنیت نشي رامینځته کولای

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په روسیې کښې د ایران سفیر «کاظم جلالي»سولې او امنیت ته د رسیدا لپاره په نړیوال مدیریت کښې د هیوادونو په ګډه کار کولو باندې ټینګار سره وویل یواړخیز پالنه د هوساینې ، د سولې او د امنیت سبب نشي کیدلای.

په روسیې کښې د ایران سفیر کاظم جلالي پرون په ماسکو کښې د نړیوال امنیت د یولسم کانفرنس په څنګ کښې په یوه خبري کانفرنس کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت پینځه څلویښت کاله کیږي چې په نړیوال ډګر کښې له یواړخیز پالنې سره مقابله کوي.

کاظم جلالي وویل نن سبا په نړۍ کښې له یواړخیز پالنې سره د مقابلې لپاره عملا یوه جبهه جوړه شوي ده او د روسیې او د چین په شان قدرتمن هیوادونه دغه کار تعقیبوي.

هغه وویل د روسیې په دغه کړچار سره د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې اړیکې د ودې په حال کښې دي او په بیلابیلو اقتصادي، سیاسي، پوځي ، دفاعي ، امنیتي ، کلتوري او ټولنیزو حوزو کښې د دواړو هیوادونو اړیکې د پیاوړي کیدا په حال کښې دي.

په روسیې کښې د ایران سفیر کاظم جلالي د ماسکو د نړیوال امنیت په یولسم کانفرنس کښې مطرح شوي بحثونه د نوي نړیوال نظم په رامینځته کولو کښې مرسته کونکي او د ارزښمنو ټکو لرونکي وبلل او ویې ویل د یواړخیز پالنې دنیا ، د زندان نړۍ ده او د ځینو ارزښتونو منحصر کول دي چې دغه کړچار د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو له مخالفت سره مخامخ شوی دی.