د ایران او روسیې ولسمشرانو د سیمه ایزواونړیوالوموضوګانوپه اړه خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137276-د_ایران_او_روسیې_ولسمشرانو_د_سیمه_ایزواونړیوالوموضوګانوپه_اړه_خبرې_وکړې
د دواړو هیوادونوولسمشرانو همداراز د شانګهایی د ملګرتیا په سازمان کې د ایران د بشپړه غړیتوب او له بریکس ډلې سره د یوځای کیدا لپاره د ایران د ګروهنې په شمول په سیمه ایزو او نړیوالو چاروکې د ملګرتیا اړونده موضوګانوپه اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه .
(last modified 2023-08-17T21:44:51+00:00 )
Aug 18, 2023 02:11 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې ولسمشرانو د سیمه ایزواونړیوالوموضوګانوپه اړه خبرې وکړې

د دواړو هیوادونوولسمشرانو همداراز د شانګهایی د ملګرتیا په سازمان کې د ایران د بشپړه غړیتوب او له بریکس ډلې سره د یوځای کیدا لپاره د ایران د ګروهنې په شمول په سیمه ایزو او نړیوالو چاروکې د ملګرتیا اړونده موضوګانوپه اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه .

د ایرنا له راپور سره سم د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي  او د هغه خپل روسي همڅنګ ولادیمیر پوتین سره په ټیلي فوني تماس کې په تجارتي ، انرژۍ ، ټرانسپورټ او چارواک چاپیریال په زمینوکې د دوه اړخیزه اړیکو د لا پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو په هوډ ټینګار وکړ .

د دواړو هیوادونوولسمشرانو همداراز د شانګهایی د ملګرتیا په سازمان کې د ایران د بشپړه غړیتوب  او له بریکس ډلې سره د یوځای کیدا لپاره د ایران د ګروهنې په شمول په سیمه ایزو او نړیوالو چاروکې د ملګرتیا اړونده موضوګانوپه اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه .

پوتین په دغو خبرو کې د شیراز په شاهچراغ (ع) سپیڅلی حرم کې وروستۍ ترهه ګره حمله وغندله او دیاران ولسمشر ته یې تسلیت ووایه .

د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د دفتر سیاسی مرستیال محمد جمشیدي په دې اړه ویلی دی د ایران او روسیې د ولسمشرانو په ټیلی فوني خبرو کې دواړو لورو د قفقاز بدلونونه اود اقتصادي موافقو د پرمختګ جاج هم واخیسته .