امریکا اصرار کوی نیغ په نیغه خبرې اترې وکړو
ښاغلی قالیباف همداراز د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک د مسولانو او لوړ رتبه قوماندانانو په ټول کی وویل اسلامی انقلاب توانیدلی دی ځان په داسی شرایطو کې تثبیت کړی چی د جلا کونې ، ترورونو ، تپلی جنګ ، فتنه پالنو ، اقتصادي او رسندوی جنګ او بلواګانو دسیسو هر یوې په جلا توګه د ایران د اسلامی جمهوریت نظام او انقلاب له مینځه وړلې شو .
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د اسلامی شورا مشر ښاغلی قالیباف وویل امریکایان له تیر وخت او همدااوس په نیغ په نیغه او له واسطې پرته په مزاکراتو پسې دي .
ښاغلی قالیباف همداراز د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک د مسولانو او لوړ رتبه قوماندانانو په ټول کی وویل اسلامی انقلاب توانیدلی دی ځان په داسی شرایطو کې تثبیت کړی چی د جلا کونې ، ترورونو ، تپلی جنګ ، فتنه پالنو ، اقتصادي او رسندوی جنګ او بلواګانو دسیسو هر یوې په جلا توګه د ایران د اسلامی جمهوریت نظام او انقلاب له مینځه وړلې شو .
د ایران په ۱۳ حکومت کې لومړې ځل ندې چی د ایران او امریکا ترمینځ د مزاکراتو خبر مطرح کیږی ، د ایران د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن یوه غړی فدا حسین مالکی تازه د ایران او امریکا ترمینځ په واسطې سره د خبرو اترو خبر ورکړ چی یوه برخه یې نتیجې ته هم رسیدلی ده . مالکی ویلی دی که خاصه موضوع وی نو مزاکرات په واسطې سره ترسره کیږی البته له واسطې پرته خبرې اترې رسمی ندی خو که داسی موردونه رامینځته شی نو معمولا ترسره کیږی .