داسلامي انقلاب له دښمنانوسره دمقابلې لاره دریدا ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137376-داسلامي_انقلاب_له_دښمنانوسره_دمقابلې_لاره_دریدا_ده
د اسلامی انقلاب د دښمنانو جبهې له امنیتي ، سیاسي ، اقتصادي او شناختي جنګ سره د مقابلې لار د شهیدانو د لارې دوام او د هغوپه درس عمل یعنی مجاهدت ، دریدا او مقاومت دی .
(last modified 2023-08-20T19:58:51+00:00 )
Aug 20, 2023 08:31 Asia/Kabul
  •  داسلامي انقلاب له دښمنانوسره دمقابلې لاره دریدا ده

د اسلامی انقلاب د دښمنانو جبهې له امنیتي ، سیاسي ، اقتصادي او شناختي جنګ سره د مقابلې لار د شهیدانو د لارې دوام او د هغوپه درس عمل یعنی مجاهدت ، دریدا او مقاومت دی .

د رهبرۍ د ستر مقام د اطلاع رسونې دفتر د ویبپاڼۍ له راپور سره سم حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د اردبیل ولایت د شهیدانو د لمانځلو د ملی کنګرې کمیټۍ له غړیو سره په کتنه کې هغه رول ته په اشارې سره چی د خنډونو په لیری کولو او د غوټو په پرانستلو کې د شهیدانومجاهدت  په تیره بیا د سپیڅلی دفاع په اتوکلونو کې درلوده ، ټینګار وکړ د اسلامی انقلاب د دښمنانو جبهې له امنیتي ، سیاسي ، اقتصادي او شناختي جنګ سره د مقابلې لار د شهیدانو د لارې دوام او د هغوپه درس عمل یعنی مجاهدت ، دریدا او مقاومت دی .

د رهبرۍ ستر مقام د قران کریم په ایتونو په استناد سره وفرمایل خدای تعالی شهیدانو ته برکت ورکوي او د هغه تر ټولو ستره او ښکاره بیلګه د حضرت ابا عبدا... الحسین علیه السلام وینه ده چی سبب شوی ده د کربلا پیښه په تاریخ کې ژوندی پاتې شی او ورځ په ورځ د مسلمانانو او حتی غیرمسلمانانو کې د هغه حضرت د عشق حرارت زیات شی .