په سیمه کې د ایران اود مقاومت د چورلیزبرلاسي توب
دمقاومت له چورلیز سره اړونده ډلو او خپلواکه هیوادونو کمزورتیا یا له مینځه وړلو په لړ کې د امریکا په شمول د مختلفو سیمه ایزو او بهرنیو قدرتونو له اقداماتوسره سره دغه هیوادونه او ډلې ورځ په ورځ پیاوړي شوي او د لویدیځې اسیا په بدلونونو د هغو د اغیزشیندلو توان ډیر ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي دي ، په دې ډول چی اوس په سیمه کې بدلونونه د امریکا او صیهونیسټ رژیم د غوښتنو په اپوټه پرمخ روان دي
د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک عمومي قوماندان سردار حسین سلامي په ټوله دنیا کښې د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار شرارتونو ته په اشارې سره وویل نن سبا امریکا له بل هر وخت ډیره مخ په زوال ده او دښمن د کمزورۍ په اوج کښې دی.
سردار سلامي د سپاه د مسولانو اوقوماندانانو په ۲۴ غونډه کې پر دې په ټینګار سره چی که څه هم برلاسه ټاکنه ډیپلوماسۍ ده خو ډیپلوماسي د قدرت له محتوا پرته کار جوړونکی نده ، وویل نن اسلامي انقلاب او د مقاومت چورلیز د امریکا ،غاصب اسراییل او په سیمه کې د هغو د هم تړونو په وړاندی برلاسي توب لري او دا چاره د انقلاب د معظم لارښود په درایت او د اسلامي امت په استقامت او مجاهدت سره ترلاسه شوی دی .
د سپاه د عمومي قوماندان دا خبره په سیمه کې اوسنیو حقیقتونو ته بیا اشاره ده چی د امریکا د نفوذ له کمیدا سره په یووخت د مقاومت د چورلیز د اغیز شیندنې او قدرت زیاتیدا او همداراز د تعامل او همپالنې په لاره کې د حرکت لپاره د هیوادونو د ګروهنې شاهده ده .
د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته په تیرو څلورو لسیزوکې د اسیا لویدیځه زیاتره د دو ایتلافونو او بهیرونو د مقابلې شاهده ده چی یو یې د امریکا په مشرۍاو د صیهونیسټ رژیم په شان د هغې متحدانو اوځینودسیسه کونکیو رژیمونو په ملګرتیا سره د لویدیځ ګټې او د خپلواکه قدرتونو کمزورتیا تعقیب کړی او بل بهیر د ایران د اسلامي جمهوریت په مرکزیتوب سره د مقاومت چورلیز او د سوریې ، یمن ، عراق ، د لبنان حزب ا... او حماس او جهاد اسلامي په شان ډلو متحدان دي چی د فلسطین له ایډیال دفاع . د سلطې له نظام سره مقابله او د بهرنیو نیواکګرانو له شتون سره مخالفت د خپلو اقداماتو بیلګه ګرځولی ده .
دمقاومت له چورلیز سره اړونده ډلو او خپلواکه هیوادونو کمزورتیا یا له مینځه وړلو په لړ کې د امریکا په شمول د مختلفو سیمه ایزو او بهرنیو قدرتونو له اقداماتوسره سره دغه هیوادونه او ډلې ورځ په ورځ پیاوړي شوي او د لویدیځې اسیا په بدلونونو د هغو د اغیزشیندلو توان ډیر ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي دي ، په دې ډول چی اوس په سیمه کې بدلونونه د امریکا او صیهونیسټ رژیم د غوښتنو په اپوټه پرمخ روان دي .
دا په داسې حال کی ده چی د امریکا په سرغنه توب د لویدیځ سیاسي او اقتصادي سلطه هم مخ په کمیدا ده او دنیا څو قطبی والی په لور پرمخ ځی . د اسیا د لویدیځې سیمې هیوادونه له یوه بل سره د ملګرتیا او په بهرنیو لورو د تکیې د کمولو په لور پرمخ روان دي . له ایران سره د عربستان د اړیکو له سره پیلیدا ، د اختلافاتود ختمولو لپاره له ایران سره د فارس خلیج د حوزې د نورو عربو هیوادونو تماسونه او همدارنګه د سوریې په وړاندی د عربي هیوادونو د دریځونو بدلون هغه بدلونونه دي چی ښی حتی هغه هیوادونه چی تراوسه په ځانګړی توګه په امنیتی زمینه کی په امریکا پورې تړلي دي ، اوس له ګاونډیانو سره د ملګرتیا او د خپلو مشکلاتود اواري لپاره د سیمه ایزو رودو په موندلو پسې دي .
څرګنده ده د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په هدایت سره د اسلامي ایران بهرني سیاست د همپالنې په لور د سیمې د اسلامي هیوادونو په ورکش ویلواو د مقاومت د جبهې په پیاوړتیا کې مهم او اغیزمن رول لوبولې دی . د ایران اسلامي جمهوریت له ګاونډیانو سره د امنیتي ، سیاسي ، کلتوري او اقتصادي اړیکو په پراختیا سره هم د اختلافاتو د ختمولو او هم د امریکا او صیهونیسټ رژیم له ګواښونو سره د مقابلې لپاره زمینه برابره کړی ده چی نتیجې یې په سیمه کی د امریکا په پرله پسې ماتو او د فلسطین په نیواکی ټاټوبی کې په روانو بدلونونو کې د مقاومت د چورلیز په زیاتو اغیزو کې لیدلې شو .
د اسلامي انقلاب د ساتندیوه ځواک عمومي قوماندان جنرال سلامي هم په وروستیوڅلورو لسیزو کې د رهبرۍ د ستر مقام د ځیرمدیریت اړخونو ته په اشارې سره ویلی دی که د تیرو ۴۵کلونو تاریخ ته وګورو نو وینو چې هر څومره پرمخ ځو دښمنان کمزوری شوي او مونږه او د مقاومت چورلیز پیاوړي شوي دي .