امریکا د بشري حقوقو اصطلاح کاروي خو اپوټه عمل کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137438-امریکا_د_بشري_حقوقو_اصطلاح_کاروي_خو_اپوټه_عمل_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مرستیال په ټینګار سره وویل: امریکا په هرې پلمې سره، د بشري حقوقو په زړه پورې اصطلاح کاروي خو د هغه ضد عمل کوي.
(last modified 2023-08-21T09:52:36+00:00 )
Aug 21, 2023 14:21 Asia/Kabul
  • امریکا د بشري حقوقو اصطلاح کاروي خو اپوټه عمل کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مرستیال په ټینګار سره وویل: امریکا په هرې پلمې سره، د بشري حقوقو په زړه پورې اصطلاح کاروي خو د هغه ضد عمل کوي.

په ایران کې د امریکایي بشري حقوقو د اشوا کولو نړیوال نندارتون د یو شمېر موسساتو او حقوقي ولسي بنسټونو په ګډون تر سره شوه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مرستیال حجت الاسلام محمد مصدق په یاد نندارتون کې وویل:  امریکایي چارواکي په هرې پلمې سره، د بشري حقوقو او د ازادی په څېر له الفاظو ناوړه استفاده کوي، هغوی له یوې خوا ځانونه د بشري حقوقو او د برخلیک د ټاکلو ملاتړي بولي خو په ورته مهال کې د فلسطین د ولس لپاره هیڅ حقوق په نظر کې نه نیسي.

هغه یادونه وکړه چي په تېرو څو لسیزو کې د امریکا د دولت غیرقانوني او بشري ضد چلند په تېره بیا په بالکان، سوډان، سوریې، عراق او افغانستان کې ټولو ته څرګنده ده.