د ایران اوافغانستان مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137484-د_ایران_اوافغانستان_مطبوعات
د ایران لوی درستیز جنرال باقری وایی د نړۍ پوځي قدرتونه د ایران له دفاعي بریاو په ګټه پورته کولو پسې دي .
(last modified 2023-08-22T07:59:52+00:00 )
Aug 22, 2023 12:15 Asia/Kabul
  • د ایران اوافغانستان مطبوعات

د ایران لوی درستیز جنرال باقری وایی د نړۍ پوځي قدرتونه د ایران له دفاعي بریاو په ګټه پورته کولو پسې دي .

 

 

کیهان

دغې ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ د قم سپیڅلی ښار ته د ایران د ولسمشر سفر او له مجتهدانو سره د هغه کتنې ته انعکاس ورکړی دی او لیکلی یې دي چی لوړرتبه مجتهدانو له سید ابراهیم رییسي سره په کتنه کې د ولسی دولت له کړچار ستاینه کړی ده او د ولسمشر رییسي دغه خبره یې هم راخیستی ده چی ویلی یې دی که د دولت د پیل د غعالیت مشکلات نه وای نو د شویو اقداماتو اغیزې به د خلکو دسترخوان ته  ژر رسیدلی وای .

د صیهونیسټ رژیم یو مشهور شناندی وایی د ایران او عربستان د اړیکو ګرموالی زما بدن لړزوی .

د ایران  لوی درستیز جنرال باقری وایی د نړۍ پوځي قدرتونه د ایران له دفاعي بریاو په ګټه پورته کولو پسې دي .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني ویلی دی د ایران او امریکا د نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره هیڅ پروګرام وجود نلری .

فایننشل ټایمز لیکلی دی بریکس له اوه ډلې سره په سیالي پسې دې .

جنرال سلامي ویلی دی د ایران دفاعي صنعت د دښمنانو د مخکښوالي ذهنیت مات کړی دی . ورځپاڼه په دې اړه لیکی د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان په یو پیغام کښې د ایران د دفاعي صنعت د ورځې په مبارکۍ سره ټینګار وکړ، د ایران دفاعي صنعت د دښمنانو د مخکښوالي ذهنیت مات کړی دی.

د ایران په ملي کال هینداره کښې د زمري ۳۱ نیټه د هیواد د دفاعي صنایعو د ورځې په توګه نومول شوې ده.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان سردار حسین سلامي د ایران دفاع وزیر جنرال محمد رضا قرايي آشتیاني ته په یو پيغام کښې د هیواد د دفاعي صنعت د ورځې په مبارکۍ سره ولیکل: د ایران د دفاعي صنعت ډګر په هنرمندۍ سره د دښمنانو ذهنیت چې ځانونه یې د پوځي ساینس او ټیکنالوجۍ د ډګر مخکښان ګڼل، مات شو او نن سبا، سره د ټولو بندیزونو د ایران د قدرت کتونکي دي.

جنرال سلامي په دې خبرې سره چې د ایران د ولس لپاره د دښمن خطر جوړونکې دسیسې او ګواښونه په وسله والو ځواکونو کښې د فرصت جوړیدو سبب شول، زیاته کړه: د ایران  دفاعي صنعت او په هیواد کښې د پوځي قدرت زیاتیدل له یوې خوا د ملي ویاړ او عزت او اقتدار لامل شوي او له بلې خوا د ایران د بد غواړو د ویرې سبب ګرځیدلي دي .

ابرار ورځپاڼه

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ځلمیانو او ځوانانو د کشتۍ له ټیمونو قدرونه وکړه .

ابرار  د فرانسې د ولسمشر دغې خبرې ته انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دی اروپا بایدبیداره شی مونږه باید د امریکا تابع ونه وسو .

د امریکا د هوایی په اورلګیدنه کې  زر کسان بی درکه شوي دي .

امریکا دسوریې  او عراق په ګډو پولو د سلطې لپاره خوځښتونه کوي .

 بالاخره سپینې ماڼۍ نتانیاهو په بلنې سره وبخښه .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی ناصر کنعاني ویلی دی دایران د شتمنیو د ازادولو په لاره کی یو .

دغې ورځپاڼۍ همداراز لیکلی دی  د ایران سپاه پاسداران د امریکا جنګي بیړۍ ته خبرداری ورکړ. د ایران د اسلامي انقلاب د  سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر پاسدار علیرضا تنګسري په هرمز اوبلارې کښې د امریکا د هیلي کوپټر وړونکي جنګي بیړۍ د څارنې د نویو عکسونو د خپریدا په هکله وویل له هیلي کوپټر وړونکي جنګي بیړۍ د امریکا د هیلي کوپټرونو له الوت کولو وروسته د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د ذوالفقار یونټ په وخت خبردارې ورکولو سره د عمل ډګر ته ورننوته او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د کشتیو په شتون سره امریکایان د جنګۍ پیړۍ په عرشې د هیلي کوپټرونو  کینولو ته مجبوره شول .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک مشر علیرضا تنګسري د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د عسکرو اقتدار او صلابت ته په اشارې او په دې خبرې ټینګار سره چې اسلامي ایران او په فارس خلیج سیمه کښې ګاونډي هیوادونه په خپله د امنیت د ټینګولو قدرت لري او په سیمه کښې د پردیو ځواکونو د شتون ضرورت نشته وویل د امریکا د هیلي کوپټرونو په هوشمندۍ سره معلومول د سپاه پاسداران ځواک د استخباراتي اشراف په ډګر کښې په میدان کښې د قدرتمن شتون او د ګواښونو د څارلو او په تیره د سمندري ځواک لخوا له سیمې د ورهاخوا دښمنو هیوادونو د جنګي بیړیو د تګ راتګ د څارلو ښودنه کوي.

د ایران د اسلامي شورا مشر ښاغلی قالیباف د ایران او الجزایر ترمینځ په  دوه اړخیزه اقتصادي او نړیوالو اړیکو ټینګار وکړ .

کابل ورځپاڼۍ

هشت صبح

یادونه کوو چی مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو اود محتوا په اړه یې مسولیت نه منو .

د هیبت ا... له فرمان سره مخالفت، ځایي طالبان ولور په خپله خوښه ټاکي

د ولور پر ورکولو او اخیستو د بندیز په تړاو د طالبانو د مشر له فرمان وروسته، اوس ځایي طالبان په ولایتونو او ولسوالیو کې د طالبانو د دیني عالمانو په شوراګانو په اتکا سره، په خپله خوښه ولور ټاکي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، که څه هم طالبانو د ولور پر ورکړې په بندیز سره د خپلو جنګياليو د ودونو لپاره زمينه برابره کړې، خو بل پلويې د ولورپه توګه يوه اندازه پیسې ټاکلي دي. دا پیسې په بېلابېلو ولایتونو کې په توپير سره په پام کې نیول شوي دي. په ځینو ولایتونو کې د ودونو لګښتونه هم په ولور کې شامل دي.

د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت ا... اخندزاده په ۱۴۰۰ کال کې د ښځو په اړه شپږ ماده ییز فرمان صادر کړ چې د دغې ډلې د ایډیالوژۍ پربنسټ، د واده، کورنۍ او د ښځو د میراث پر حقونو متمرکز وو. د دغه فرمان په یوه برخه کې د طالبانو مشر د ولور موضوع ته هم اشاره کړې او هغه یې غندلی دی. له هغې وروسته د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په یو لړ ټویټونو کې وویل چې مهر د ښځو حق دی، خو له کورنیو د ولور اخیستل په شریعت کې جواز نه لري. په هغه وخت کې دغه وزارت د کورنیو له خوا د ولور اخیستل او ورکول منعه اعلان کړل او د جوماتونو له امامانو یې وغوښتل چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې د ولوراخیستل غیر شرعي اعلان کړي.

خو د طالبانو د مشر د فرمان او د حج او اوقافو د وزارت له حکم سره سم، د دغې ډلې ځايي قوماندانانو او د طالبانو د علماوو شورا په ولایتونو کې د ځوانو نجونو او کونډو ولور په خپله خوښه ټاکلی دی. د معلوماتو له مخې ځايي طالبانو دغه کار د علماوو شورا د يوې غونډې په جوړولو سره کړی دی. په دې لړ کې، په جوزجان کې ځايي طالبانو د ځوانو نجونو ولور او د واده لګښت ۴۰۰ زره افغانۍ اعلان کړی دی. په آقچې ولسوالۍ کې د طالبانو د ديني عالمانو د شورا غړي سيد صلاح الدين وويل، چې دا پرېکړه يې له ډېرو مشورو وروسته کړې ده. هغه څرګنده کړه، چې په دې پرېکړې سره به کورنۍ مکلفې وي، چې د ځوانو نجونو ولور تر ۴۰۰ زره افغانیو زیات وانخلي.

دغه راز تېره مياشت د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د طالبانو د ديني عالمانو شورا د ولور او د ودونو د لګښتونو په اړه یو پرېکړه ليک صادر کړ، چې بيا د دغه ولايت د سيمه ييزو ارګانونو له خوا تایید شوی او پر عملي کېدو يې ټينګار کړی دی. د دغه پرېکړه ليک پر بنسټ، چې يوه کاپي يې ٨صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، په جبل السراج کې د طالبانو ديني عالمانو او د هغوى سيمه ييزو چارواکو د ځوانو نجونو او کونډو لپاره ولور ټاکلی دی. دغه پریکړه لیک د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست له خوا هم لاسلیک شو. د طالبانو په پرېکړه لیک کې راغلي چې د یوې ځوانې نجلۍ معجل مهر سل زره افغانۍ ټاکل شوی چې له دې منځه ۳۰ زره افغانۍ مستقیما ناوې ته ورکول کېږي. سربیره پردې، د مراسمو تر پایه پورې د ناوې د کورنۍ لګښتونه هم باید له دې پیسو ورکړل شي. د دې ترڅنګ د کونډو معجل مهر هم ۵۰ زره افغانۍ او ورسره ۱۰ ګرامه سره زر ټاکل شوي دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

مسیر

 

 افغان چارواکي وایی په پاکستان کې وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ ستونزې دي

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، په پاکستان کې وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ ستونزې دي او باید په خپله یې حل کړي. نوموړي دا خبره په ارزګان کې خلکو ته کړې ده. هغه ویلي، که پاکستان ستونزې د زور له لارې هواروي د افغانستان او پاکستان ولسونو ته به زیان ورسیږي. ده همدارنګه ویلي چې سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره ډپلوماتيکې اړیکې غواړي. د سرپرست حکومت دا چارواکی نړۍ د افغانستان پر وړاندې د خپلو ژمنو پر نه عملي کېدو تورنوي. د هغه په خبره له تېرو دوو کلونو راهیسې هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو بیا هم توانېدلی چې خپلې ستونزې هوارې کړي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې د پاکستان لوی درستیز خیبرپښتونخوا کې د افغانستان له خلکو غوښتي وو چې د پاکستان پر وړاندې له خپل هېواده د ګواښ نه پېښدو په برخه کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

 

زلینسکي: د ایف-۱۶ جنګي الوتکو پر مټ به د روسیې پر ضد جګړه وګټو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي پرون د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې وویل، چې کیېف ته په امریکا کې د جوړو شوي ایف-۱۶ جنګي الوتکو سپارل هغه ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې کولای شي د روسیې پوځي برید له ماتې سره مخامخ کړي. ډنمارک او هالنډ تازه اعلان کړی چې د ایف-۱۶ جنګي الوتکو لومړۍ جوپه به اوکراین ته وسپاري. زلینسکي هغو زرګونو کسانو ته چې د ډنمارک د پارلمان مخې ته د هغه د وینا د اوریدلو لپاره راټول شوي وو ویلي، چې روسیه به په دې جګړې کې ماتې وخوري. روسیې له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې اوکراین ته د ایف-۱۶ جنګي الوتکو ورکول به یوازې جګړې ته شدت ورکړي او په دې جګړه کې به لویديځ په مستقیم ډول ښکېل کړي.