اسلامي ایران له افغانستان سره د کرهڼې په برخه کې مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137542-اسلامي_ایران_له_افغانستان_سره_د_کرهڼې_په_برخه_کې_مرسته_کوي
د ایران د اسلامی جمهوریت د کرنې د چارو مرستیال د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له سرپرست عطاء ا... عمری سره په کتنه کښې وویل، د افغانستان له کروندګرو سره د آفتونو او نباتاتو له ناروغیو سره د مبارزې په برخه کښې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
(last modified 2023-08-23T23:39:58+00:00 )
Aug 24, 2023 04:08 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران له افغانستان سره د کرهڼې په برخه کې مرسته کوي

د ایران د اسلامی جمهوریت د کرنې د چارو مرستیال د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له سرپرست عطاء ا... عمری سره په کتنه کښې وویل، د افغانستان له کروندګرو سره د آفتونو او نباتاتو له ناروغیو سره د مبارزې په برخه کښې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

افغان غږ خبری راپور ورکوی  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء ا... عمري د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې وزارت د معین او د ایران د کرنیزو څیړنو له رئیس مجتبی خیام نکوئي سره وکتل.

د دغه خبر په خپرولو سره د کرنې وزارت وايي: په دې کتنه کې د ايران د اسلامي جمهوريت د کرنې د وزير مرستيال د کرنې په برخه کې له افغانستان سره د همکاريو د چمتووالي د اعلانولو په ترڅ کې وويل: له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

د ایران د کرنې د مرستیال هم ډاډ ورکړی چې دوی چمتو دي چې له افغان بزګرانو سره د آفتونو او نباتاتو د ناروغیو د مخنیوي او د افریقايي ملخانو د زیاتوالي د مخنیوي په برخو کې همکاري وکړي.

د ایران اسلامی جمهوریت د کرنې د متخصصینو له تجربو په استفادې سره، دغه هېواد ته یو شمېر کارمندان لیږی