اسلامي ایران ته د روزنې د یاک ۱۳۰ ډوله پرمختللیو الوتکو ورسپارل:-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137990-اسلامي_ایران_ته_د_روزنې_د_یاک_۱۳۰_ډوله_پرمختللیو_الوتکو_ورسپارل
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومي اړیکو دفتر په تیرې شنبې ورځ وویل د روزنې یوشمیر یاک ۱۳۰ ډوله الوتکې د ایران د پوځ د هوايي ځواک د روزنې او د جنګي توان د پیاوړتیا په لړ کښې ایران ته راوسیدې او د اصفهان د شهید بابايي په هوايي اډې کښې دیره شوې.
(last modified 2023-09-03T11:33:21+00:00 )
Sep 03, 2023 13:01 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران  ته د روزنې د یاک ۱۳۰ ډوله پرمختللیو الوتکو ورسپارل:-

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومي اړیکو دفتر په تیرې شنبې ورځ وویل د روزنې یوشمیر یاک ۱۳۰ ډوله الوتکې د ایران د پوځ د هوايي ځواک د روزنې او د جنګي توان د پیاوړتیا په لړ کښې ایران ته راوسیدې او د اصفهان د شهید بابايي په هوايي اډې کښې دیره شوې.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له هوايي ځواک سره د یاک ۱۳۰ ډوله الوتکو یوځاې کیدل له روسیې سره د ایران د وسله والو تړونونو په لړ کښې ترسره شوي دي.

تهران ته د دغو موډرنو  الوتکو ورسپارل د ایران او د روسیې ترمینځ وسله والو او پوځي موافقو ته په پام سره ترسره شوي دي او د خپل پوځي او دفاعي توان د پیاوړي کولو په لړ کښې د موجودو پوځي تجهیزاتو او د تر ټولو نویو پرمختللیو ټیکنالوژیو د کارولو لپاره د ایران د ارادې ښودنه کوي.

د یاک ۱۳۰ ډوله الوتکې د روزنې د الوتونو د ترسره کولو او د نږدې هوايي ملاتړ په شان د جنګي ماموریتونو د ترسره کولو په وړتیا سره کولای شي د  ایران په هوايي ځواک کښې اغیز شیندونکی رول ولوبوي.

په اصل کښې یاک ۱۳۰ ډوله الوتکې د سوخو ۳۵ په شان د فلانکر کورنۍ د پایلوټانو د روزنې لپاره کارول کیږي.

د یاک ۱۳۰ ډوله الوتکو شتون د ایران د پایلوټانو د روزنې په ځايي کولو کښې مهم رول لري.

له موډرن پوځي تجهیزاتو سره د بلدتیا په زمینه کښې د یاک ۱۳۰ ډوله الوتکو شتون او د نویو پوځي الوتکو د مرمتونو او د ساتلو په برخه کښې د تجربې ترلاسه کول یو مهم ګام دی.

په عین حال کښې د یاک ۱۳۰ ډوله موډرنو الوتکو کارول د ایران د پوځ د هوايي ځواک د عملیاتي توان د لوړتیا او د بیا رغونې په لړ کښې یو اغیز شیندونکی ګام ګڼل کیږي.

د یاک ۱۳۰ ډوله د روزنې الوتکې د هغو پایلوټانو د روزنې لپاره چې ټاکل شوي ده د سوخو ۳۵ ډوله جنګي الوتکو په شان د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک د نوي نسل په جنګي الوتکو سره الوت وکړي استفاده کیږي.

د یاک ۱۳۰ ډوله روزنې الوتکې د جنګي او د روزنې په عمومي وړتیاو سربیره د څلورم او د پینځم نسل د بیلابیلو جنګي الوتکو د روزنې د مشخصاتو د شبیه سازۍ وړتیا هم لري.

د یاک ۱۳۰ ډوله پرمختللي جیټ روزنې الوتکې په اویونیک او نورو ځانګړنو سره چې عملیاتي جنګي الوتکو ته ورته دي په درنو جنګي الوتکو سره د روزنې په پرتله د روزنې د لګښتونو په کمیدا سره په جنګي سناریوګانو کښې د کارنده روزنې د وړاندې کولو لپاره استعمالیږي.

یاک۱۳۰ ډوله الوتکه یوه پرمختللي جنګي او د روزنې الوتکه ده چې د روسیې د یاکولوفو شرکت لخوا طراحي او تولید شوي ده او د دې جوګه ده چې له پرمختللیو جنګي الوتکو سره د الوت د زده کولو او اشنایۍ لپاره د ایران د پوځ د هوايي ځواک د پایلوټانو د روزنې اړتیا پوره کړي.

یاک ۱۳۰ ډوله الوتکه د  ایل ۳۹  په نوم د روزنې د جیټ الوتکې د ځاې ناستي لپاره د روسیې د پوځ په سپارښتنه طراحي شوي ده او د سوخو د ۳۵ او د سوخو د ۵۷ ډوله په شان د څلورم نسل له الوتکو سره د پرواز کولو وړتیاوې برابروي.

په یاک ۱۳۰ ډوله الوتکې کښې دوه پایلوټان کیناستلی شي او باډۍ یې له الومینیم او کامپوزیټ څخه جوړه ده او د دې جوګه ده چې د روزنې په ماموریتونو سربیره ځمکې ته نږدې د یوې ملاتړي جنګي الوتکې رول هم ولوبوي.

یاک ۱۳۰ ډوله الوتکه د دې جوګه ده چې درې ټنه ډول ډول مهمات ولیږدوي او د دغه هدف لپاره د باډۍ د لاندې ، په وزرونو او  د وزرونو په څوکو کښې د وسلو د کیښودلو لپاره لس ځایونه لري.

یاک ۱۳۰ ډوله الوتکه دیرش میلیمټره داخلي توپ نلري خو کولای شي د درویشت میلیمټره توپ خارجي غلاف تر خپلو وزرونو لاندې بل ځاې ته انتقال کړي.

په دې سربیره یاک ۱۳۰ ډوله الوتکه کولای شي له دوه سوه پنځوسو څخه تر پینځه سوه کلوګرامو پورې بمونه ، ۸۰میلیمټره ، ۱۲۲ میلي میټره ۳۳۰ میلي میټره راکټونه ، د کاب پینځه سوه هدایت شوي بمونه ، او د خا ۲۹ هدایت شوي توغندي او د ار ۷۳ په شان دوه حرارتي توغندي او ډول ډول هدایت شوي او معمولي ډول ډول وسلې د هوايي جنګ لپاره  ولیږدوي.

دغه الوتکه کولای شي د الیکټرونیک جنګ دوه غلافونه د عملیاتي واټن د زیاتولو لپاره د  خارجي سونګو په ټینکیو او د وزرونو په دوو سرونو کښې له ځان سره یوسي.

یاک ۱۳۰ ډوله الوتکه په خپلې مخکې څوکې کښې یو ریډار لري چې د شپیتو کلومیټرو د کشف په واټن او دوو هدفونو سره یوځاې د  نښتو او د اتو هدفونو د معلومونو توان لري.

دغه ریډار دغه راز یاک ۱۳۰ ډوله الوتکې ته له  سمندري اهدافو سره د جنګ کولو توان ورکوي.