د ایران هوائي مخه  نیونکی اقتدار پر پرَدَیو ډګر تنګ کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138098-د_ایران_هوائي_مخه_نیونکی_اقتدار_پر_پرَدَیو_ډګر_تنګ_کړی_دی
د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ  دهوائي ځواک قوماندانزیاته کړه ،دښمنان دې پوهه شي چې  هوائي ځواک د هیواد او اسلامی انقلاب په دفاع کې  له خپلې خوا ترټولو کوچنئ لټي  هم نه کوي او په  ټول قدرت سره   له هرډول ګواښونو اودښمنیو سره   مقابله کوي.
(last modified 2023-09-06T01:55:50+00:00 )
Sep 05, 2023 10:43 Asia/Kabul
  • د ایران هوائي مخه  نیونکی اقتدار پر پرَدَیو ډګر تنګ کړی دی

د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ  دهوائي ځواک قوماندانزیاته کړه ،دښمنان دې پوهه شي چې  هوائي ځواک د هیواد او اسلامی انقلاب په دفاع کې  له خپلې خوا ترټولو کوچنئ لټي  هم نه کوي او په  ټول قدرت سره   له هرډول ګواښونو اودښمنیو سره   مقابله کوي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوائي مخه نیونکي ځواک قوماندان ووئيل،په هوائي پولو کې له ډول ډول پراخو مخه نیونکو وسلو څخه دایران دپوځ په استفادې سره ،  په سیمې کې د پرَدَیو بدماشیو لپاره  ډګر تنګ شوی دی.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د پوځ د هوائي ځواک قوماندان سردار علی رضا صباحي فرد  نن سهار د خاتم الانبیاء  په ائير ملیټري  پوهنتون  کې په یولړ دستورو کې  ووئيل، د علمي او دفاعي تجهیزاتو پرمختګ د بصیرت او هوښیارۍ په سیوري کې،د بندیزونو د اغیزو په کمیدا سره  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ هوافضا ځواک  په لابرلاسه ځائیګي کې دی.

سردار صباحي فرد روښانه کړه،د مخه نیونکي ځواک دفاعي قدرت او پوځي چمتووالی  په دوامدار ټول د لوړتیا او پیاوړتیا په حال کې دی او د ایران دپوځ هوائي ځواک  د هرډول احتمالي ګواښ په وړاندې چورلټ او جدي چلند کوي.