د ایران هوائي مخه نیونکی اقتدار پر پرَدَیو ډګر تنګ کړی دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دهوائي ځواک قوماندانزیاته کړه ،دښمنان دې پوهه شي چې هوائي ځواک د هیواد او اسلامی انقلاب په دفاع کې له خپلې خوا ترټولو کوچنئ لټي هم نه کوي او په ټول قدرت سره له هرډول ګواښونو اودښمنیو سره مقابله کوي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوائي مخه نیونکي ځواک قوماندان ووئيل،په هوائي پولو کې له ډول ډول پراخو مخه نیونکو وسلو څخه دایران دپوځ په استفادې سره ، په سیمې کې د پرَدَیو بدماشیو لپاره ډګر تنګ شوی دی.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د پوځ د هوائي ځواک قوماندان سردار علی رضا صباحي فرد نن سهار د خاتم الانبیاء په ائير ملیټري پوهنتون کې په یولړ دستورو کې ووئيل، د علمي او دفاعي تجهیزاتو پرمختګ د بصیرت او هوښیارۍ په سیوري کې،د بندیزونو د اغیزو په کمیدا سره د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ هوافضا ځواک په لابرلاسه ځائیګي کې دی.
سردار صباحي فرد روښانه کړه،د مخه نیونکي ځواک دفاعي قدرت او پوځي چمتووالی په دوامدار ټول د لوړتیا او پیاوړتیا په حال کې دی او د ایران دپوځ هوائي ځواک د هرډول احتمالي ګواښ په وړاندې چورلټ او جدي چلند کوي.