کنعاني: د صهیونیسټي رژیم پوځ په ډول ډول اخلاقي ناروغیو اخته دی
(last modified Fri, 08 Sep 2023 00:14:47 GMT )
Sep 08, 2023 04:44 Asia/Kabul
  • کنعاني: د صهیونیسټي رژیم پوځ په ډول ډول اخلاقي ناروغیو اخته دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ځینو فلسطیني میرمنو پر وړاندې د صهیونیسټی پوځیانو د ناوړه چلند په غبرګون سره ویلي، د صهیونیسټ رژیم جنایتکار پوځ د ترهه ګرۍ او وژنو په جنوب سربېره په ډول ډول اوږد مهاله رواني او اخلاقي ناروغیو هم اخته شوی دی.

د ایرنا د را پور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی ناصر کنعانی د څو فلسطینی ښځو په وړاندې د صهیونیسټی فوځیانو د ناوړه چلند په غبرګون سره زیاته کړې، په الخلیل باندې په ډله ییزه حمله کې د څو فلسطیني ښځو په وړاندې  د دغه رژیم د پوځیانو بې شرمانه چلند د غندنې او د دغه رژیم د پلویانو لپاره د رسوایۍ لامل دی.

کنعاني زياته کړه: د اسرائيلو جنايتکار پوځ د ترهه ګرۍ او وژنې په جنون سربيره په مختلفو روحي او اخلاقي ناروغيو اخته دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، تمه لري چې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکارۍ سازمان په یاده برخه کې د مسؤلیت له مخې اقدام ترسره کړي.

د صهونیستي رژیم دوه ښځینه پوځیانو په الخلیل ښار کې پنځه فلسطیني میرمنې د وسلو او سپيو پر مټ لومړی بې حرمته کړې او ورته یې ګواښ وکړ که خپل جامې په بشپړ ډول لیري نکړي، نو سپي به د دوی پر لورې ورخوشي کړي.

ټیګونه