دښمنانو ته د کوچنۍ تېروتنې اجازه نه ورکوو
د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنیو ځواکونو قومندان وايي، چې د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې په پوره قوت سره ولاړ یو او دښمنانو ته د کوچنۍ تېروتنې اجازه نه ورکوو.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکني ځواکونو قوماندان امیر«کیومرت حیدري» د جمعې په ورځ د ایران په لوېدیځ کې د شهید سلیمي نجا د 181 کنډک له ځینو برخو څخه د کتنې په ترڅ کې په دې خبرې سره چې د ایران د ځمکنیو ځواکونو ترټولو مهم ماموریت د پوله ایزو سیمو ساتنه او امنیت دی، وویل: د ایران قسم خوړونکو دښمنانو د اسلامي ایران امنیت، اقتصاد او کلتور په نښه کړی دی او موږ د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې په پوره قوت سره ولاړ یو او هغوی ته د کوچنۍ تېروتنې اجازه نه ورکوو.
امیر حیدري د سرحدونو په څلورویشت ساعته ساتنه او امنیت ټینګښت باندې په ټینګار سره وویل: د ځمکنیو ځواکونو اساسي او مهم لومړیتوب، د سرحدونو خوندیتوب، ساتنه او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنیو ځواکونو قومندان په پای کې څرګنده کړه: د هېواد په پولو کې د وسله والو ځواکونو په ځواکمن شتون سره، هېڅ دښمن د دې توان نه لري چې د اسلامي ایران د خلکو بشپړ امنیت ته ګواښ او زیان ورسوي.