عبداللهیان:
په سوریه کې ټروریزم سره د مبارزې لپاره مو اراده پیاوړې ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نیویورک کې د استانې په غونډه کې وویل: په سوریې کې له ټروریزم سره د مبارزې لپاره د ایران اراده نه بدلېدونکې ده.
د روسیې، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی ګیرپدرسون په نیویورک د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ترڅ کې د سوریې د حالاتو په هکله د استانې د غونډې په چوکاټ کې له یو بل سره سلامشورې وکړې.
د ایران خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان په دغه غونډه کې وویل: په سوریه کې لاهم انساني حالات ښه نه دی، د لوېدیځوالو بندیزونه او د سوریې د تېلو چور او تالان د دې انساني بحران تر ټولو ستر لامل دی.
عبداللهیان د دې په بیانولو چي د سوریې د بیارغونې مساله باید د سیاسي فشارونو اړم نه شي، وویل: د سوریې د کډوالو د ستونزو هوارېدا لپاره باید په دغه هیواد کې د اوبو رسونې، برق او خدماتو په زمینه کې کار وشي.
هغه یادونه وکړه چي د امریکا او د اروپایي هیوادونو یو اړخیز بندیزونه، د بشردوستانه او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د سوریې له ولس سره د مرستو په مخ کې خنډ ګرځېدلي دي.