Sep 26, 2023 06:41 Asia/Kabul
  • اسلامي هېوادونه باید مسلمانانو ته له سپکاوي کوونکو سره چلند وکړي

د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار وکړ: ټول اسلامي هېوادونه له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه وغواړي چې مسلمانانو ته د سپکاوي اقداماتو په جرم ګڼلو سره د دغو جنایتونو له عاملانو سره چلند وکړي.

د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د اسلامي همکاریو د سازمان  (PUIC) د غړیو هېوادونو د بین الپارلماني ټولنې په غونډه کې چې د ویبینار له لارې جوړه شوې وه، وویل چې د اسلام غندنه او مذهبي عدم برداشت، په زیاتیدونکي توګه اسلامي هیوادونه ګواښي.

د خانه ملت خبرې آژانس د خبر له مخې، د شورا مشر زیاته کړه: له هر څه مخکې په شته ننګونو باندې د اغېزې لپاره د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وحدت ټینګښت او له هغوی سره د مقابلې لپاره چمتووالي ته اړتیا ده.

د پارلمان مشر څرګنده کړه: په سویډن، ډنمارک او فرانسه کې د بیان د آزادۍ په پلمه، قرآن کریم ته د سپکاوي تکرار، یوازې د بشري حقونو د معیارونو په اړه د لوېدیځ دوه ګوني معیار او د اسلام د سپېڅلي دين پر ضد د نفرت او تاوتریخوالي د خپرولو په مقصد او د آزادۍ د متضاد مفهوم ښودنه کوي.

قالیباف په دې خبرې سره چې مختلف شواهد شته چې صهیونیسټي رژیم د دغه ډول اعمالو د پردې تر شا لاس لري، وویل: د صهیونیسټانو د دغه ډول اعمالو د طرحې هدف، په نړۍ کې د مذهبي جنګ رامنځته کول او له ځان څخه د ملاتړ لپاره د اسلام پر ضد د لوېدیځ هڅول دي.

ټیګونه