ایران او قطرد بانکي اواقتصادي ملګرتیاوپراختیا ټینګار وکړ
د تهران او دوحې د بانکي او پولی اړیکو په پراختیا سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت اندازه هم په اوڅاره توګه زیاته شی .
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د مرکزی بانک مشر محمدرضا فرزین د قطر له لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی سره په کتنه کې د ایران د اسعاري سرچینو په انتقالولو کی د دغه هیواد د رول د قدرونې په ترڅ کې د پیسو ، بانکي او اقتصادي ملګرتیاو زیاتیدا د ایران او قطر ترمینځ د هر اړخیزه راکړو ورکړو او زیاتې پراختیا زمینه جوړونکی وبلله او ویې ویل د تهران او دوحې د بانکي او پولی اړیکو په پراختیا سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت اندازه هم په اوڅاره توګه زیاته شی .
په دغه کتنه کی د قطر لومړی وزیر هم د دواړو هیوادونو ترمینځ له شویو موافقو د خوشحالۍ د څرګندولو په ترڅ کې په اقتصادي ډګر کی د دواړو هیوادونو د موافقو په اجرا کی د چټکتیا په ضرورت ټینګار وکړ .