Oct 01, 2023 13:38 Asia/Kabul
  • د سویډن حکومت باید د بشري حقوق د اصولو پاې بندۍ وکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل: د سویډن له حکومته هیله کیږي د بشري حقوقو بنیادي اصولو ته د جدي پاې بندۍ او د اغیز شیندونکو او د عملي اقداماتو د ترسره کولو له لارې د دینونو د ګډ سوله ئیز ژوند او اخلاقو د دودولو لپاره د هڅې کولو په ترڅ کښې د مسلمانانو تر ټولو ښکاره غوښتنې ته مسوولانه ځواب ووايي.

مسوولانه ځواب ووايي.

هغه په سویډن هیواد کښې د قران کریم بیا سپکاوي ته په غبرګون کښې وویل له بده مرغه هماغه راز د بشري حقوقو له اصلي بنسټ سره په توپیر لرونکي اقدام کښې د اسلامي سپیڅلتیاو سپکاوی تکراریږي.

په سویډن کښې د قران کریم له سپکاوي وروسته چې څو ځله ترسره شول د ایران اسلامي جمهوریت په تهران کښې د سویډن د نوي سفیر له منلو انکار وکړ او د ایران نوی سفیر هم چې ټاکل شوي وه اسټکهلم ته واستول شي د قران کریم د سپکاوي په هکله د سویډن د حکومت د کړچار تر بدلیدا وخت پورې استول وځنډول شول.

له دې مخکې هم د ایران اسلامي جمهوریت په تهران کښې خارجه وزارت ته د سویډن مخکنی سفیر او شارډز افیر احضار کړي وو او د دغه ناوړه اقدام پرضد یې د ایران سخت اعتراض اعلان کړی و.

 

 

 

 

 

ټیګونه