د ټولې نړۍ استادان او پوهنتونوال باید د فلسطین ملاتړ وکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د استادانو بسیج ارګان په یوې بلنې کښې د ټولې دنیا له استادانو او پوهنتونوالو څخه وغوښتل چې د ظلم او د نیواک پرضد د فلسطین د مظلومو خلکو د عملیاتو په ملاتړ کولو سره په سیمه کښې له پراخ ارامښت او پایداره سولې سره مرسته وکړي.
د ایران د استادانو بسیج ارګان په یوې بیانیې کښې د ټولې نړۍ له پوهنتونوالو او استادانو څخه وغوښتل د فلسطین د غزې تړانګې د مظلومو خلکو ملاتړ وکړي کومو چې د صهیونیزم ضد، د ظلم ضد ، د غصب ضد په هراړخیزه او ناڅاپي او وارمخکې عملیاتو سره په عمل کښې خپل چمتووالی او تاندوالی وښود.
دغه ارګان وویل دغه سرطان( اسرائیل) به د خدای په فضل سره د فلسطین د خلکو او په ټوله سیمه کښې د مقاومت د ځواکونو په لاس له مینځه ولاړ شي.
د ایران د استادانو بسیج ارګان په خپلې بیانیې کښې زیاته کړه د الاقصی د طوفان د عملیاتو پلانونه او اجرا کول په ډیر دقت ، استخباراتي هوښیارۍ او د جهادي ډلو او د مقاومت د ځواکونو په ځانګړي چممتووالي سره محقق شول کوم د خلکو د مبارزو په تاریخ کښې د بدلون په پیچومي بدلیږي کوم چې د مظلومیت د تیري د ماشومانو د وژلو او د غصب او د نیواک انډول د فلسطین د مقاومت کونکو او د مظلومو خلکو په ګټه ګډوډوي.