د ایران د ولسمشر سلاکار:
په ایران کې د شیعه او د سني یووالې سارې نه لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سلاکار وویل: په ایران کې د شیعه او سني پرګنیو وحدت او ورورولي بې سارې او د اسلامي مذاهبو تر مینځ د یووالې ښه بېلګه ده.
د ایران د ولسمشر سلاکار حجت الاسلام محمد حاجی ابوالقاسم د دې هیواد د اهل سنت او اهل تشیع د عالمانو په غونډه کې وویل: د ایران په ګوټ ګوټ کې د اهل تشیع او اهل سنت ورور ولی او وحدت د برابری او یوزړه توب وتلې بېلګه ده.
هغه د اسلام د دښمنانو له لورې د اختلافاتو د رامینځ ته کولو دسیسو ته په اشارې سره، زیاته کړه: د اختلافاتو سره مخالفت او په یووالې او ورورولی باندې تمرکز باید د اهل سنت او اهل تشیع عالمانو لپاره لومړیتوب ولري.
حاجي ابوالقاسم یادونه وکړه چي نن سبا د اسلام دښمنان هڅه کوي چي د نفاق په رامینځ ته کولو سره، د مسلمانانو وحدت له مینځه یوسي او مسلمانان له یو بل سره وجنګوي.