پاریس کښې د ایران سفارت د اسرائیلو جنایتونه وغندل
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی په فرانسې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوې خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ د مقاومت ډلو خپلواکه اقدامات د صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې د یوه کړیدلي ملت لخوا جایز ځواب دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه د پینځه سوه درې اتیا فلسطیني ماشومانو په شمول نولس سوه(۱۹۰۰) فلسطینیان شهیدان شوي او څه د پاسه اوه زره نور ژوبل شوي هم دي.
په پاریس کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پرون په یوې بیانیې کښې په نیواکي ټاټوبو کښې د روانو بدلونونو په هکله وویل د اسرائیلو رژیم د ملګروملتونو د لسګونو پریکړه لیکونو په هکله بې پامۍ کولو سره چې د نړیوالو حقوقو منظمه خلاف ورزۍ او د دغه رژیم لخوا د بشر دوستانه حقوقو او د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ دوام دی اسرائیلو رژیم یې وغاند او زیاته یې کړه د صهیونیسټ رژيم په نیواکي ټاټوبو کښې نژاد پرستانه سیاستونو ته دوام ورکړی او د بې ګناه خلکو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو د وژلو هیڅ پروا نلري.