په لبنان کې د ایران سفیر:
امریکا غزې ته ځواکونه نه شي لېږدولای
په لبنان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د غزې په هکله وویل: امریکا په غزې کې د عملیات وړتیا نه لري او یوازې د صهیونیست رژیم د ژغورلو لپاره هڅه کوي.
د ایران سفیر مجتبی امانی المنار خبري چېنل سره په مرکه کې زیاته کړه: د مقاومت محور په غزې باندې د بریدونو په وړاندې چوپه خوله نه شي پاته کېدای.
هغه یادونه وکړه چي د ښځو او ماشومانو وژله د صهیونیست رژیم اهداف نه شي پوره کولای او د فلسطین ولس به هیڅکله د دغه لوی ظلم په وړاندې تسلیم نه شي.
د ایران خارجه وزیر هم په یوه خبري غونډه کې اسرائیل رژیم ته خبرداری ورکړ چي د ښځو او ماشومانو د وژلو له پایلو نه خلاصېدای نه شي.
تېرو ورځو کې صهیونیستانو په غزې کې په یوه روغتون هوایي برید وکړ چي د امله ۱۳۰۰ کسانو ته مرګژوبله واوښته، خو امریکا او ورسره غربي هیوادونو د دغه جنایت د غندلو پر ځای له اسرائیل رژیم څخه د ملاتړ اعلان وکړ.