د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام زوکړه دې مبارک وي
(last modified Mon, 23 Oct 2023 23:33:16 GMT )
Oct 24, 2023 04:03 Asia/Kabul
  • د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام زوکړه دې مبارک وي

زمونږ خبریال راپور راکړی نن د سې شنبې ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې ۲۴ او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الثانی د میاشتې ۸ نیټه ده چې د نړۍ د ژغورونکي حضرت امام مهدي علیه السلام د زیري ورکونکي حضرت امام حسن عسکري علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري.

حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د ۲۳۲ هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۸ نیټه په مدینې ښار کښې وزیږید.

حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د شیعه تفکرونو په بیانولو او د دیني شکونو په ردولو سره د اسلام دین ساتلو او پراخولو ته ملا وتړله او د حضرت امام مهدي علیه السلام د امامت په وخت کښې د مسلمانانو د کړچار په بیانولو سره یې مسلمانان د اخري معصوم امام د غیبت د پړاو لپاره چمتو کړل.

د شیعه مسلمانانو یولسم پیشوا حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د قران کریم بې ساری مفسر و او د خپل امامت په پړاو کښې یې د خلکو لپاره د دغه اسماني کتاب د تفسیر صحیح روده روښانه کړه او د حضرت امام مهدي علیه السلام د راتلو په زیري ورکولو سره یې مسلمانان د اسلام د لوړو ایډیانو رسیدا ته هیله من کړل.

د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره  صداو سیما د دنیا د ژغورونکي حضرت امام مهدي علیه السلام د زیري د ورکونکي او د شیعه مسلمانانو د یولسم امام حضرت حسن عسکري د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادي غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو لسوتونکو  ته د زړه له کومې مبارکي وايي.

 

ټیګونه