په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی:
امنیت شورا دې د اسرائیل په جنایاتو چوپتیا پای ته ورسوي
په ملګرو ملتونو کې د اسلامي جمهوریت دائمي استازی وویل: په غزې کې د صهیونیستي رژیم له لورې د فلسطین د خلګو د ډله وژنو او د هغوی په ضد د وحشیانه جنایاتو کتونکي یو، چي دا په ښکاره توګه له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.
د ایرنا له راپور سره سم، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیر سعید ایروانی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چي د لوېدیځې اسیا او د نیواکي فلسطین په هکله جوړه شوې وه، د دې په بیانولو چي په غزې کې په روغتون باندې بمبار چي په کښې ۵۰۰ بې ګناه فلسطیني ښځې او ماشومان شهیدان شول، له شکه پرته یو جنګي جنایت دی، وویل: د فلسطین د ولس ښکاره حق، منجمله د برخلیک د ټاکلو حق او د راستنېدو حق، تل د اسرائیل د رژیم له لورې تر پښو لاندې شوی دی.
ایروانی جوته کړه: د فلسطین د ولس د برخلیک د ټاکلو او د وسله ایزې مبارزې له حق څخه په ملاتړ کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له لورې د پرېکړه لیکونو له تصویبېدو سره سره، له بده مرغه د امنیت شورا په دې زمینه کې د فلسطینیانو له حقوقو سره مخالفت کوي.
هغه د دې په بیانولو چي امریکا د اسرائیل د رژیم له جنایاتو څخه په ملاتړ کې ۴۰ پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي، زیاته کړه: د امنیت شورا لټي د اسرائیل د رژیم د سپین سترګیتوب لامل شوی دی او دا رژیم ورځ تر بلې د خپلو جنایاتو کچه زیاتوي.
هغه یادونه وکړه چي د امنیت شورا اخلاقی او حقوقي ژمنې لري چي په غزې باندې د صهیونیست د رژیم د یرغلونو سملاسي مخنیوی وکړي او د غزې محاصرې ته د پای ټکی کښېږدوي او درمل، خوراک او اوبه ور ورسوي.